تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، په دې وروستیو کې له ځینو لورو داسې غږونه پورته کېږي، چې ګواکې د بګرام اډې د بېرته ترلاسه کولو په اړه له طالبانو سره تعامل روان دی.
فطرت نن د پیلوټانو یوه فراغت غونډه کې افغانانو ته په خطاب ډاډ ورکړی، چې د یوې لوېشتې خاورې پر سر هم تعامل امکان نه لري.
نوموړي د افغانستان پخوانیو حکومتونو ته په اشارې چې د قدرتونو په ډاډ یې خپل امنیت خوندي کاوه زیاته کړې، له هېچا وېره نه لرو په خبره یې، دا مو ثابته کړې هم ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په اړه څرګندونې کړي دي.
بل لورته بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې محتاطانه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي دي چې دوی له هېوادونو سره دوه اړخیزې مشترکو ګټو پر اساس مثبتې اړیکوې غواړو.
هههههه تعامل نه ګوو، چا راوستې څوک پیسې درکوي او چا جنګولې؟ ته قسم وکړه چې ته په حقیقت کې څوک یې او د کوم مرام لپاره راغلی یې؟ ته د هغې پروژې برخه یې چې د اسلامي نړۍ د اردو او تجهیزاتو په له مینځه وړلو کې استعمالیږې. ته د اسلام اصلي دوښمن یې.