جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ ته د طالبانو ځواب؛ د تېرو ناکامو تجربو پر ځای دې...

ټرمپ ته د طالبانو ځواب؛ د تېرو ناکامو تجربو پر ځای دې پر عقلانیت ولاړې تګلارې غوره شي

تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمد الله فطرت په یوه اعلامیه کې د بګرام اډې په اړه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د تېرو ناکامو تجربو پر ځای دې پر عقلانیت ولاړې تګلارې غوره شي.

په اعلامیه کې راغلي چې طالبان د شرعي اصولو او اقتصاد محوره او متوازن بهرني سیاست په رڼا کې او د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

اعلامیه کاږي چې امریکا دوحې هوکړه کې ژمنه کړې چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ لپاره به له زور کار نه اخلي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

اعلامیه کې له واشنګټن غوښتل شوي چې دغې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي چې، د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه خبرداري کې طالبانو ته د ګواښ په شکل ویلي که بګرام ور ونه سپاري نو بدې پېښې به رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...