تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې د بګرام په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې غندي او په کلکه یې ردوي.
نوموړي د بګرام هوايي اډې په تړاو د ټرمپ خبرې «له حقایقو لرې او له کرکې ډکې» بللې دي.
قانع زیاته کړې، چې طالبان به بګرام هېڅکله او هېچاته ور نکړي.
تر اوسه په حکومتي لوړه کچه د ولسمشر ټرمپ خبرداري ته غبرګون نه دی ښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ، که طالبان بګرام ور ونه سپاري، بدې پېښې به وشي او ویې ویل چې خلک به پوه شي چې هغه بیا څه کوي.
ولسمشر ټرمپ نور جزییات نه دي ورکړي، چې د طالبانو لپاره به څه ډول پایلې متوجې شي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي، چې لویدیځ، ختیځ او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره یې تعامل متوازن دی او هېچا سره د جګړې نیت او اراده نه لري.
بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، ذاکر جلالي هم ویلي وو، چې افغانستان کې د امریکا یا بل هېواد نظامي حضور نه مني خو د سیاست او سوداګرۍ دروازې ورته خلاصې دي.
بګرام هوایي اډه چې په ۱۹۵۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري د کابل شمال ته د پروان بګرام ولسوالۍ کې جوړ شوې ده، له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا تر ټولو لوی نظامي مرکز و.
دا اډه په ۲۰۲۱ کال کې امریکايي ځواکونو د دوحې قرارداد له مخې طالبانو ته پرېښوده خو اوس ولسمشر ټرمپ وايي، چې امریکا باید دا نه وای پرېیښې او د بېرته اخیستلو خبرداری یې ورکړی.