جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد معدني موادو د پروسس او صادراتي پالیسي مسوده تایید شوه

د معدني موادو د پروسس او صادراتي پالیسي مسوده تایید شوه

‏تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسي مسوده تایید شوه.

اقتصادي معاونیت وايي، د دې پالیسۍ موخه د ملي او نړېوالو معیارونو پر اساس د معدني موادو پروسس ته زمینه برابرول، په دې تړاو د پانګونې جذب، د اړوند ادارو ترمنځ د ښۍ همغږۍ رامنځته کول، د سیمې او نړۍ بازارونو ته د معدني موادو د لیږد اسانه لاسرسی دی.

سرچینه وايي، افغانستان چې د کاني موادو له اړخه بډایه هېواد دی، تر بل هر وخت پانګونې ته ښه زمینه پکې برابره شوې ده.

دا مسوده داسې مهال تاییدېږي، چې بل لورته تازه یاد معاونیت د هېواد په لویو مهمونو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو طرحه هم تایید کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...