جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو ریاست الوزراء، یو شمېر بندرونو کې لابراتواري کمپلکس جوړوي

د طالبانو ریاست الوزراء، یو شمېر بندرونو کې لابراتواري کمپلکس جوړوي

تاند (یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د هېواد په مهمو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکس طرحه تایید شوه.

یاد معاونیت وايي، دغه لابراتواري کمپلکس کې د نهو وزارتونو او ادارو لپاره تاسیسات په نظر کې نیول شوي او هر لابراتوار به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د طالبانو دغه اقتصادي معاونیت زیاتوي چې، په دې غونډه کې د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم پرېکړې وشوې چې له تایید وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه د دوی مشرتابه دفتر ته استول کېږي.

سرچینې نه دي ویلي چې نور مهم موضوعات څه وو چې پرې بحث شوی دی او نه هم د بندرونو د نومونو یادونه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...