جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد اسیام جام دوهم پړاو: نن هند او پاکستان سره مخامخ دي

د اسیام جام دوهم پړاو: نن هند او پاکستان سره مخامخ دي

تاند ( یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۰مه) د ۲۰۲۵ کال اسیا جام کرکټ سیالیو په دویم پړاو کې نن ماښام هند او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د سیالۍډګر ته ښکته کېږي.

هند په لومړي پړاو کې هم پاکستانۍ لوبډلې ته سخته ماته ورکړې او تر اوسه پر پاکستانۍ لوبډلې برلاسې ښکاري.

د دې پړاو لومړۍ لوبه د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ ترسره شوه چې، بنګله دېش سرېلانکا په په سختو او حساسو شېبو کې ماتې ورکړه.

سرېلانکا لومړی توپ وهنه وکړه او بنګله دېش ته یې د ۷ لوبغاړو په زیان د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ، خو په ځواب کې بنګله دېش د شلم اور په ۵ توپ په هدف پوره او لوبه یې وګټله.

بنګله دېش د ۶ لوبغاړو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې او بری یې خپل کړ.

هند، سریلانکا، بنګله دېش او پاکستان هغه لوبډلې دي چې، د څلور غوره لوبډلو پړاو ته وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...