لیکنه: سیدخان
دا چې په نړۍ کې په دې وروستیو کالو په ځانګړې توګه سږ داسې امنیتي پېښې وشوې چې له مخې يې د ملګرو ملتونو پر محوریت د نړیوال مدیریت یا نړیوال نظم له اصولو سرغړونه پکې مشهوده شوه نو فلهذا په نړیوال مدیریت کې د اصلاح اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوسه شوې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان تاریخچې ته که وکتل شي نو له ننه اتیا کاله پخوا کله چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده نو متحدین او متفقین (د دویمې نړیوالې جګړې دواړه لوړي) په دې فکر کې شول چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده او باید د بیا تکرارېدو د مخنیوي لپاره يې یوه معقوله لار پيدا شي چې بالاخره د ملګرو ملتونو سازمان پر جوړېدو يې موافقه وکړه.
د دغه سازمان هدف او اصلي دنده د جګړې مخنیوی او د نړیوالې سولې تامین دی چې د دې کار لپاره ځانګړي اصول او مقررات لري او په رڼا کې يې نه یوازې نړیوال امنیت، بلکې تجارت، روغتیا، بشري حقونو، کډوالو، کرنې، اقلیم او نورو مختلفو برخو کې د نظم لپاره خپل ارګانونه جوړ کړي او غړي هېوادونه د دغه مرجع د پرېکړو او اصولو پر عملي کولو مکلف ګرځول شوي دي.
خو له بده مرغه چې یو شمېر هېوادونه ځانونه د دغه سازمان له اصولو او مقرراتو لوړ ګڼي او د نړۍ واکدارۍ خیال کوي او ځانته دا حق ورکوي چې که د دوی ګټې يې ایجاب کړي نو په دې صورت کې د ټول بشر شتون او امنیت مهم نه دی.
موږ دا شل- دېرش کاله دا شیان ولیدل چې ځینې هېوادونه پر ځینو نورو هېوادونو له کوم موجه دلیل پرته او پر خپل سر برید کوي، هلته شته نظامونه ړنګوي، ګډوډۍ رامنځته کوي چې له امله يې میلیونونو کسانو ژند د اور خوراک ګرځي او په دې توګه دوی ثابته کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان اصولو او مقرراتو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، یوازې خپل واک او خپل باج چلوي او لا هم د ځنګل قانون پلی کوي.
دغه هېوادونه فکر کوي چې د بشر حقوق یوازې د دوی تر خلکو پورې محدود دي، د درېیمې نړۍ، وروسته پاتې او مخ پر وده هېوادونو د خلکو حقوقو ته له سره پر درناوي قائل نه دي او دا خیال کوي چې د نورې نړۍ خلک یوازې د دوی پر غلامۍ او د دوی له کړنو پر پیروۍ مکلف دي.
خو دوی په خپلو محاسبو کې تېرو وتلي او نور نړۍ د دوی غلامۍ او د دوی فرمان بردارۍ ته غاړه نږدي.
دوی په خوله د نړیوالو قوانینو، بشري حقوق او نور خواږه شعارونه پورته کوي خو په عمل کې بیا یوازې هغه وخت دا کار کوي چې د دوی پکې ګټه وي او کله يې چې تاوان وي نو بیا دا یو شعار هم نه عملي کوي چې په نتیجه کې يې نړیوال قوانین له ناکامۍ سره مخ شوي او نړیوال نظم ګډ وډ شوی دی.
دوی په دې کړنو سره د ملګرو ملتونو سازمان مقام او باور ته هم زیان رسولی، د ملګرو ملتونو شتون يې تر پوښتنې لاندې راوستلی ځکه دوی په مکرر ډول په یو جانبه ډول د ملګرو ملتونو اصول او مقررات مات کړي او د دوی د کړنو په نتیجه کې له نړیوالو سره دا د درېیمې نړیوالې جګړې د پيلېدو وېره پيدا شوې او د دې خطر د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو په محوریت د نړیوالې حکومتولۍ په سیستم کې د اصلاح غوښتنه کوي.
دغه غږ ځکه نړیواله بڼه خپله کړې چې ټول د درېیمې نړیوالې جګړې له پېښېدو ويره لري او پوهېږي چې که درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي نو ښايي نړۍ نوره د انسان د ژوند لپاره مساعده نه وي.
پخوا به دغه غږ درېیمې نړۍ او کمزورو هېوادونو څخه ډېر پورته کېدو ځکه دوی مظلوم واقع شوي وو او د هر څه بیه به دوی پرې کوله، خو سږ کال د چین په شان یوه ځواکمن هېواد دا غږ پورته کړ او ولسمشر يې د شانګهای همکارۍ سازمان په سږنۍ سرمشریزه کې په زغرده او واضح ډول د نړۍ د مدیریت لپاره خپل وړاندیز اعلان کړ.
په دغه وړاندیز کې د پام وړ ټکي دا دي چې باید د ملګرو ملتونو منشور، اصولو او قواعدو ته درناوی وساتل شي او دغه قوانین دې پر ټولو یو شان پلي شي، د حکمرانۍ نړیوال نظام دې د عدل او منطق پر اساس اصلاح او په ګډه د ګډ برخلیک لرونکې بشري ټولنې لپاره کار وشي.
ټول هېوادونه باید د نړیوال مدیریت په چارو کې، په تصمیم نیولو کې مساوي او برابره ونډه ولري، هر هېواد که هغه کوچنی دی او یا لوی، زورور دی او یا کمزوری باید د حاکمیت، عزت او په خپله د خپل برخلیک ټاکلو حق ته يې درناوی .
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو په شمول د نړۍ مختلفو هېوادونو ترې د ملاتړ بېرغونه پورته کړل.
نتیجه: د منځني ختیځ وروستی وضعیت، د ایران -اسراییل جګړه او د اوکراین او روسيې جګړه هغه څه دي چې له نړیوالو سره د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو ويره زیاته شوې ده او که خدای مه کړه درېیمه نړیواله جګړه پيل شي نو دا به له تېرو جګړو سره ډېر توپير ولري او د ټکنالوژۍ پر مختګ ته په پام سره دا احتمال شته چې د پرمختللو وسلو په استعمال سره نړۍ نور د انسان د ژوند لپاره مساعده ونه اوسي، نو د یوه اساسي حل اړتیا ډېره ده.
دا چې ملګري ملتونه اوس په مختلفو سیمو کې د جګړو په مخنیوي کې پاتې راغلي نو معقوله خبره ده چې باید د دغه سازمان په محوریت د نړیوال مدیریت یا نړیوال نظم لپاره یوه نوې او معقوله نسخه ولیکل شي تر څو ټول هېوادونه پکې خپله ونډه وویني.