تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د بګرام هوایي اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړی: «که افغانستان د بګرام هوایي اډه هغو ته چې دا اډه یې جوړه کړې (یعنې متحدو ایالتونو) بېرته ور نه کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»
ده دا خبره په خپله خواله رسنۍ (ټورت سوشل) کې لیکلې خو نور جزییات یې څرګند کړي نه دي چې که طالبان حاضر نه شي د بګرام هوايي اډې پر سر له امریکا سره جوړجاړي ته ورسیږي، نو څه بده پېښه به وشي. خو ظاهراً یې هدف له زور څخه کار اخیستلو ته و.
له دې وړاندې په وروستیو ورځو کې د امریکا د استازو جرګې د ۲۰۲۶ مالي کال د ملي دفاعي بودجې د لایحې د څېړنې پر مهال داسې یو تعدیل تصویب کړ چې د دې هېواد دفاع وزارت ته اجازه ورکوي د طالبانو د حکومت له مخالفو ډلو سره محدوده استخباراتي همکاري ولري.
ټرمپ وروسته له دې چې د پنحشنبې په ورځ په بریتانیا کې وویل چې بګرام اډه غواړي ځکه چې چین ته نژدې ده، خپل هیواد ته تر ستنېدو وروسته بیا وویل چې له طالبانو سره د بګرام هوايي اډې د بیا تر لاسه کولو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ هیڅکله باید دا اډه نه وای پرېښې.»
د اګست په ۳۰ مه (د سنبلې ۸ مه) د د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګی شویکو ویلي و، لوېدیځ هڅه کوي چې په افغانستان کې د ناټو تاسیسات بیا فعاله کړي.
طالبانو امریکا ته د بګرام اډې د سپارلو غوښتنه رد کړې او ځینو چارواکو یې د دې غوښتنې په وړاندې توند غبرګون ښودلی.