Homeخبرونهټرمپ وايي، د بګرام په اړه له طالبانو سره په خبرو بوخت...

ټرمپ وايي، د بګرام په اړه له طالبانو سره په خبرو بوخت دی

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له بریتانیا څخه تر ستنېدو وروسته یو وار بیا وویل چې له طالبانو سره د بګرام هوايي اډې د بیا تر لاسه کولو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ هیڅکله باید دا اډه نه وای پرېښې.»

ټرمپ تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د بریتامیا له صدراعظم، کې یر سټارمر، سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي و چې متحد ایالتونه غواړي یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې کنټرول تر لاسه کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځلې د بګرام  هوايي اډې په اړه څرګندونې کړې وې خو پخوا داسي تصور کېده چې ټرمپ غواړي په دې ډول څرګندونو پر پخواني ولسمشر جو بایډن انتقاد وکړي. له همدې کبله د ده تېرو څرګندونو د پاملرنې سبب نه شو خو د بریتانیا له صدراعظم سره په خبري غونډه کې د بکرام په اړه د ټرمپ خبرو د ټولې نړۍ او رسنیو پام سخت ځان ته اړولی دی.

د اګست په ۳۰ مه (د سنبلې ۸ مه) د د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګی شویکو ویلي و، لوېدیځ هڅه کوي چې په افغانستان کې د ناټو تاسیسات بیا فعاله کړي.

ده وویل: «لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د ناټو بنسټونه بېرته افغانستان ته راوړي. لندن، برلین او واشنګټن د طالبانو د نه پېژندنې له څرګندونو سره ـ سره، د افغانستان له رهبرۍ سره نژدې کېدو ته لیوالتیا لري.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا متحد ایالتونه، بریتانیا او جرمني سره له دې چې په رسمي ډول اعلان کوي چې د “طالبانو” حکومت په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم هڅه کوي ورسره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو وتل سبب شول چې د بګرام د هوايي اډې په شمول ټول افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د طالبانو چارواکو د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي، ذاکر جلال، د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یو پیغام کې ولیکل: «افغانستان او متحد ایالتونه باید له یو بل سره تعامل وکړي … پرته له دې چې امریکا په افغانستان کې په هېڅ برخه کې پوځي حضور ولري.»

په همدې وخت کې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا چارواکي له طالبانو سره د بګرام په هوايي اډه کې د محدود شمېر تروریستي ضد ځواکونو د استقرار په اړه د خبرو په لومړنیو پړاوونو کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...