جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد: بندیان او برمته د امریکا او طالبانو د اړیکو خنډ دي

خلیلزاد: بندیان او برمته د امریکا او طالبانو د اړیکو خنډ دي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه)د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې «بنديان او برمته شوي کسان» د امریکا او طالبانو د اړیکو د پراخېدو اصلي خنډ دی.

هغه په ټینګار سره ویلي چې دا موضوع باید ژر تر ژره حل شي، ځکه امریکا او طالبان کولای شي له د دوه اړخیزو اړیکو له ښه کېدو څخه ګټه واخلي.

خلیلزاد، چې تېره اوونۍ له یوه امریکايي پلاوي سره د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو لپاره کابل ته تللی و، د شنبې په ورځ د وږي ۲۹ مه، په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د امریکا لپاره د ترهګرۍ ضد مبارزه او د طالبانو لپاره د ګاونډیانو له لوري رامنځته کېدونکې ننګونې د دې اړتیا اصلي لاملونه دي.

په همدې حال کې د جمعې په ورځ وال‌ستریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره له طالبانو سره خبرې کوي تر څو د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا د محدود شمېر پوځيانو حضور زمینه برابره کړي.

ټرمپ هم پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل چې له طالبانو سره د بګرام هوايي اډې د بیا تر لاسه کولو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ هیڅکله باید دا اډه نه وای پرېښې.»

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د بګرام په اړه د امریکا له لوري د خبرو اصلي کس آدم بولر، بللی چې څو ورځې وړاندې له زلمي خلیلزاد سره افغانستان ته تللی و.

د وال‌ستریټ ژورنال سرچینو ټینګار کړی چې طالبان تر اوسه له دې وړاندیز سره موافق نه دي او هر څه لا هم د خبرو په کچه پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب