جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکرکټ: د آسیاجام سیالیو سوپرفور پړاو نن ماښام پیلېږي

کرکټ: د آسیاجام سیالیو سوپرفور پړاو نن ماښام پیلېږي

تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) د اسیا جام کرکټ سیالیو سوپرفور پړاو لوبې نن ماښام د سریلانکا او بنګله دېش په لوبه پیلېږي.

یادې لوبډلې به نن ماښام د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د سریلانکا او بنګله دېش ترڅنګ هند او پاکستان لوبډله هم یاد پړاو ته وتلې لوبډلې دي او د دوی دواړو لوبه به سبا یکشنبه ماښام ترسره شي.

افغانستان د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې له اسیاجامه بهر شو هغه څه چې د افغان مینه والو هېڅ تمه نه وه.

هند بیا د لومړۍ پړاو وروستۍلوبه پرون ماښام له عمان سره وکړه او د ۲۱ منډو په توپير یې وبایلله.

هند لومړۍ توپوهنه وکړه او عمان ته یې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۸۹ منډو هدف ورکړ، خو عمان بیا د څلورو لوبغاړو په سوزېدو ۱۶۷ منډې وکړې او لوبه یې په۲۱منډو هند ته وبایلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...