جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: پر افغان مېرمنو د طالبانو بندیزونه نور د...

د بښنې نړیوال سازمان: پر افغان مېرمنو د طالبانو بندیزونه نور د زغم وړ نه دي

‏تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو پر افغان مېرمنو او نجونو ژوند تریخ کړی او پر هغوی بندیزونه د زغم وړ نه دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې طالبانو افغان ښځې نږدې له ټولو برخو ایستلي او د هغوی حقونه او وقار یې ترې اخیستی دی.

د بښنې نړیوال سازمان دا اندېښنه وروسته له هغې ښودلې، چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځينه لیکوالو د کتابونو پر تدریس بندیز ولګاوه.

دغه سازمان دا وروستی بندیز هم د ښځو د غږ د چوپ کولو یوه بله هڅه بللې ده.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو جدي غوښتي، چې د ښځو او نجونو حقونه له کوم توپیر پرته ومني.

نړیوال سازمانونه وايي، طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغان مېرمنو پر وړاندې سیستماتیک کار پیل کړی، څو له هرې برخې وایستل شي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي، پر ښځو د طالبانو بندیزونه احمقانه وبلل، خو طالبانو یې غبرګون کې وویل چې دا د شریعت له مخې لګېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب