Homeخبرونهپاکستان : ترهګري د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ستر...

پاکستان : ترهګري د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ستر خنډ دی

تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د ورورولۍ اړيکې غواړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو يوازينی اصلي خنډ د ترهګرۍ موضوع ده.

د دغه وزارت وياند شفقت علي‌خان ، ويلي چې طالبان بايد د پاکستان او د پاکستاني طالبانو تر منځ يو انتخاب وکړي.

نوموړي زياته کړې چې دا پيغام له ديپلوماتيکو لارو افغان لوري ته رسول شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې نيت په اړه، چې د بګرام هوايي اډه بېرته ونيسي، ويلي چې دا د افغانستان او امريکا تر منځ يوه موضوع دی.

تر اوسه طالبانو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند په دې څرګندونو څه نه دي ويلي.

خو تر دې وړاندې يې څو ځله ټينګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او ترهګرې ډلې په دې هېواد کې شتون نه لري.

1 COMMENT

  1. د ترهګرو ځاله د ترهګرو مور د ترهګرو تولیدونکی ته یې تور دجاله پنجابیه. الله تعالی د په دغه اور کې وسوزه.هغه جنګیالي سي له تا سره اوس جنګیږي پخپله د روزلي. دریغه له سعودي شیخانو مو بیا یو څه تر لاسه کړل. سعودي دجالان په لا تر اوسه نه پوهیږي سي تاسي د صیهونیستانو سکه وروڼه او د اتومي سوباړو کیلي له امریکې سره ده. تاسي بیله امریکې برطانیې غولتون ته هم نسۍ تللای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...