جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکونړ کې د زلزلې له امله بې کوره زده کوونکو ته ۷۲...

کونړ کې د زلزلې له امله بې کوره زده کوونکو ته ۷۲ لنډمهاله ټولګي فعاله شوي

‏تاند ( شنبه د وږي – سنبلې ۲۹مه) د طالبانو د ‏پوهنې وزارت لیکلي، د کونړ پوهنې ریاست له لوري د نورګل، څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو په کمپونو کې د وروستیو زلزلو له امله بې‌کوره شوو زده‌کوونکو لپاره ۷۲ بابه لنډ مهاله ټولګي فعال شوي.

یاد وزارت کې د طالبانو ویاند منصور احمد حمزه وايي، زده کوونکو ته په دغو ټولګیو کې د ښوونځیو او دیني مدارسو زده‌کړې پیل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې یادو ټولګیو ته قرطاسیه او نور اړین درسي توکي د “جلال مرستندویه بنسټ” له لوري چمتو شوي دي.

د طالبانو د پوهنې برخه کې مسئولینو ژمنه کړې، چې د زلزله‌ ځپلو ماشومانو لپاره به د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي څو له زده‌کړې محروم پاتې نه شي.

دا ښوونځي داسې مهال فعالېږي چې، وروستۍ زلزلې په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې سلګونه ماشومان بې کور او بې موره او پلاره کړل.

په یاده زلزله کې تر ۲۵۰۰ کسان مړه او تر ۴ زره نور ژوبل شول.

زلزله ځپلي اوسمهال د سرپناه د نشتون له امله تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي او را روان ژمي ته یې که کورونه ونه رغول شي نو ښایي ډېری یې له سړې هوا ژوند له لاسه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب