Homeخبرونهشاوخوا ۱۸ زره پاکستاني موټرونه چې کډوال لېږدوي په سپین بولدک کې...

شاوخوا ۱۸ زره پاکستاني موټرونه چې کډوال لېږدوي په سپین بولدک کې بند پاتې دي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) شاوخوا ۱۸ زره پاکستاني موټرونه چې افغان کډوال یې د سپین بولدک دروازې ته انتقال کړي وو، لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي ځکه چې بېرته پاکستان ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

 سیمه‌ییزو سرچینو د جمعې په ورځ وویل، د موټرو دې ګڼې ګوڼې د ترانسپورټ لګښتونه په شدت لوړ کړي او ډېری ستنېدونکې کورنۍ یې له سخت مالي فشار سره مخامخ کړې دي.

د دغو موټرو چلوونکي، چې په پاکستان کې د اړتل (ertal) په نوم یادېږي، له اوونیو راهیسې د ډیورند کرښې افغان لوري ته بند پاتې دي.

نه د طالبانو چارواکو او نه هم پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې وضعیت په اړه څه ویلي دي.

پاکستان د روانې میاشتې په پیل کې د غیرقانوني افغانانو د ډله‌ییز اخراج بهیر بېرته پیل کړ. د طالبانو د کډوالو د کمیسیون په اټکل، هره ورځ د کندهار د سپین بولدک د لارې په شمول تر ۶ زره کسانو پورې د بېلابېلو دروازو له لارې له افغانستان ته اېږدول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...