موږ چې څومره په عام ژوند کې له قضاوتونو او برداشتونو سره سطحي او یا عام چلن کوو؛ په همدومره کچه په علمي او ټولنیزو چارو کې هم سطحي، ګړندي او بې پروا یو، دا نهایتاً غېر معمولي او تاواني لاره او چلن ده، زه تقریباً هره ورځ د ښو روغو او د لوستو ملګریو له دغې پوښتنې سره مخ کېږم، چې ادب، شعر یا کیسه څه مانا؟ او دا موږ ته څه ګټه کوي؟ ولې باید د زماني غوښتنو او عصري تقاضاوو له ساینسي او ټکنالوژیک بهیر سره ځان عیار نه کړو…؟
دا روغې پوښتنې دي؛ خو هغه چې وایي خبرې سمې کوې؛ خو لکۍ یې ناسمې وي، هغه یې د همداسې خبرو او ناسمو لکۍ دارو پوښتنو په اړه ویلي؛ مثلاً داسې شاعر و لیکوال به هم وي، چې له خپل ټولنیز احساس او سنجیده ذهن سره سره به د ساینس، ټکنالوژۍ او عصري پرمختګ مخالف وي؛ دا اصلاً پوښتنه نه وي، بغض، تعصب او یو طرفه فکري او نظري اختلاف وي، چې په غېر مستقیم ډول په نورو خپل فکر او نظر یا اختلاف تحمیلوي.
اول خو ادب یا ادیبان په هیڅ مانا او ځای کې د داسې متشدده او غیر منطقي رویې خلک نه دي، چې اختلاف دې صرف نظر یا له یوې مخې رد کړي؛ بلکې د اصل او ریښې په اساس د تهذیب او تمدن نوعیت ته په لنډوالي یې مهذب اختلاف لرل او زغمل په اساساتو او لومړیتوبونو کې راځي او په همدې وجه منطق او استدلال د یوه اصل په توګه مني او د یوې پراخې او متنوع لارې او مکالمې پلوي دي، چې نه د بل استدلال غېر منطقي رد کوي او نه یې په ځان مني؛ ځکه خو یې باید ورسره په اختلاف کې د همدې منطق او استدلال چلن بېخي هېر نکړای شي؛ یعنې که زه د شعر و ادب مخالف یم مانا دا چې زه د یوه منطق له مخې د یو بل اړخ یا برخې خبره کوم، ایا شعر و ادب هم د هغه بلې برخې مخالف دی، که فرض کړه وي یا نه وي، نو د استدلال نوعیت یې څه دی؟ علمي دی او که ذوقي او کنه د فردي علاقې او تمایل له مخې توجیه وړاندې کوي؟
دا له یوې ادبي او یا په عموم کې له علمي برخې سره د اختلاف د نوعیت اساس دی، که په غیر تامل یې ووایم؛ نو بیا هم ډېر کم علوم یا برخې داسې دي، چې د مخالفتونو او جدي ټکر ګنجایش لري، اوس د بین الرشتوي یا د علومو د ګډ جال، چاپیریال او همغږۍ فکر او تفاهم په خورا سرعت سره خلک مني او قبلوي، همدا ادبپاله حوزه که څوک په دې ملامت او یا یې د ساینس موانع بولي ودې وایي کوم شاعر او ادیب د ساینسپوهانو او ټکنالوجیسټو د بهیر مخه نېولې؟ چې ګنې هغه مه کړئ او دا وکړئ یا یې واورئ؛ بلکې د خوشال بابا په کرښه او منطق، چې:
«هر سړی پیدا دی، خپل خپل کار لره کنه»
همدا ډول هیڅ مخالفه ساینسي قاعده، اصول او فرضیه به هم څوک ثابته نه کړي، چې ساینس یا بل کوم علم د شعر و ادب مخالفت کړی؛ بلکې صریحه او ثابته خبره خو دا ده، چې په دې ټولو مخالفتونو یا رد کې علمي اصول کم او فردي توجیې زیاتې او غالبې دي؛ یعنې دا موږ یو چې له علمي او تیوریکو اصولو او قاعدو وراخوا علوم او تخصیصي ارزښتونه او برخې هم د خپلو نظري تمایل او هوسونو طابع ګرځوو. منظور دا دی، چې ادب یا ادبي ارزښتونو سره که اختلاف هم کېږي، داسې له یوې مخې رد نه ادب مني او نه یې په نورو د اعتراض او خبرې طرز دغسې دی، په داسې چلن، پوښتنه او برداشت یوازې د همغه خلکو ترمنځ یو لنډمهاله بحث کېدای او هېریدای شي.
ادب یا په مجموع کې د ادبیاتو ټولې هغه نظریې او ډولونه یې چې یوازې د طرز یا تګلارې اختلافي موارد یا خواوې لري، ټولې یې انساني یا بشري دي، هغه که له ټولنیز پلوه د خلکو او ټولنې د ژوند، اند او طرز یا سلیقې په اړ دي او که د ذوق، خیال او عواطفو هنري تمایل دی، د ټولو د افادې یا هدف محور انساني دی. دا د همغې ټولنې او خلکو په ظرف یا اخیستنې منحصره ده، چې څومره څه د ځان او خپلو احساساتو او عواطفو د روزنې او لارښونې لپاره پیدا کولای او پنځولی شي، زموږ په څېر ټولنه او خلک چې د جنګونو او تاوتریخوالي يوه نسبتاً اوږده مخینه لري، د داسې یوې برخې روزنه، اخیستنه او خپلول یې تر بل هر چا موږ ته زیاته اړتیا او ضرورت لري؛ ځکه چې په جنګونو او بې ثباتیو کې د ودانیو، ښارونو، بلدمنزلونو، کلیو او کورونو تر ویجاړیو د خلکو د ذهني، فکري او اروایي ماتو او ویجاړیو زیان خورا زیات او سخت زیان وي.
موږ چې ناروغان شو ډاکتر ته ځو، خو کله مو په دې اړه فکر کړی دی، چې زموږ د عواطفو، احساساتو او په مجموع کې اروایي ناروغۍ هم شته، ایا موږ یې ډاکتران لرو، ډاکتران خو لیرې خبره ده، همدا ناروغي یې د ناروغۍ په مانا اخلو؟ زه باوري یم، چې موږ په دغه تشخیص کې ناکامه یو، کنه بیا مو کله هم د ادبیاتو په څېر د یوې نسبتاً نرمې او حلیمې برخې مخالفت یا رد په دغسې یو متشدده طرز نه کاوه، که ټولنه یوه ساینس پوه، اینجینر، طبیب او یا هم سیاستوال ته طبعاً اړتیا لري، نو ادیب او پنځګر ته یې ځکه هم لري، چې د یوې خورا سترې انساني او بشري ارګومنټیزم او حواصو ته مخاطب دی. په یو بل امتیاز ځینې علوم عام وي لکه موږ چې یې ټولنیز علوم بولو، ادبیات همداسې یو علم هم او هنر هم دی، چې د هر مسلک اړوند څانګوال یې ولري، رشته او د برخې ګټه یې انساني او عاطفي کېږي، ایا د یوه جنګي جنایتکار او سیاستوال له ظلم د هغه ډاکتر، انجینر او ټکنالوجیست ظلم کم و کوز دی، چې یو یې مستقیماً وژني او بل یې په خورا مهذبه بڼه د کاغذ، قلم او ماشین په وسیله له کومې تېروي، دا دواړه بڼې د ظلم دي او ادبیات په ټولیزه توګه د همداسې مواردو او مظالمو پر وړاندې د رحم، درک، احساس او عاطفې خبره کوي.
ټول ادب نه ذهني عیاشي او د وخت ضایع ده او نه ټول په ټوله پروپاګنډه ده، که کوم ادیب، شاعر او کیسه لیکوال د رومانس، مینې او عشق خبره کوله، مانا دا چې د جنګ، تاوتریخوالي او تشدد یو سولیز متبادل ته وده او لار ورکوي، چې په غېر محسوس ډول زموږ د اندرون یا دننه عواطف، احساسات، فکر، خیال او د ذوق نړۍ بدلول او خوځول غواړي او بې شکه چې په دې رسالت کې د ادبیاتو ونډه بې سارې او انساني ده، همدا ډول که بل اړخ ته څوک ادیب راسا او ایغه نېغه خبره هم کوي؛ نو د یو ټولنیز درد او سنجیده فکري امانت په توګه د خلکو او ټولنې غږ ته انعکاس او تهذیبي او تمدني ګټه رسول یې هدف دي؛ ځکه خو ادبیات په یو وخت کې د همدې دواړو برخو یعنې د خلکو او ټولنې تهذیبي او فکري غږ او د ښکلاییز ذوق هنري انعکاس دی.
دا وخت چې په نړۍ کې عموماً او موږ په ملي کچه خصوصاً د فکري او سیاسي نه زغم، تعصب او د هر اړخیز افراطیت په وجه د ټولنیز تاوتریخوالي او بې ثباتیو ښکار یو، یوازې د زور، تشدد او مخالف استبداد له لارې دا ستونزه نه حل کېږي؛ بلکې د خلکو فکر او لیدلوریو ته باید په احترامانه، ښکلاییزیو او منطقي لوریو لار او احساس ورکړای شي، ادب د همداسې ښکلاییزو هنرونو سلیقه، استدلال او د زغم او نرمښت میتود لري. ځکه خو یې باید د مخالفت یا دوښمنی پر ځای یې د ودې او پالنې پر تلقین او عامونې زور وکړای شي. همدا ډول که د خیټې یا ګټې امکانات یې کم او اړوند خلک یې فکري او سنجیده یا له مادي پلوه له دنیا او مافیها نه په یوه څنډه او کمزوري دي، خو په معنوي لحاظ دا لوی او په هر مانا مسوولیت لرونکي او نقش ټاکونکي خلک دي، د دوی دا قرباني باید هېره نکړای شي، په هېرولو یې همدا حکومتونه بدنام ښه دي!؟ مادې ګټې نه لرل عیب نه دی او نه یې ترلاسه کول بد دي، خو ټولنې او خلکو ته د خپلې مادي ګټې پر ځای معنوي خدمات او اهمیت ورکول نهایتاً لویه اتلولي ده. کله کله د ځینو خلکو په نظر او پام کې دوی لیکوال او ادیبان له مسولیت لرې او د خوند او مزو په اخیستنه او په بېغمۍ مشهور دي؛ حال دا چې ما ډېری شاعران او ادیبان ملګري لېدلي دي، چې تقریباً هره مسره یې له خپلو اوښکو سره بدرګه وي، مرحوم ایوب صابر د همداسې یوه کیفیت انځور کښلی:
له زړګي چې وینه وڅڅوم بیت شي
زمانې زما نقصان ته خو خیال وکړه
دا د زمانې او ټولنیز جبر وهلي او حساس خلک د تلقین او زړه سوي وړ دي او تر دوی هم بیا په خپله هغه خلک او ټولنې د درد وړ دي، چې ادبي او فرهنګي فعالیتونه یې د خلکو لپاره د لومړیتوبونو برخه نه وي او ژوند لکه د بېخي د یوه منجمد او ولا ډنډ اوبه داسې تېروي.