د اې آی یا مصنوعي ځیرکتیا دا نوی ماډل د سرطان او شکر یا قند په شان د ځینو ناروغیو وړاندوینه په یوه دقیقه کې کولی شي خو د انتاني ناروغیو او رواني ستونزو په اړه یې اعتبار لږ دی.
تاند – ساینسپوهانو ویلي، دوی د مصنوعي ځیرکتیا (AI) نوې وسیله جوړه کړې چې د خلکو د څه باندې ۱۰۰۰ ناروغیو د رامنځته کېدو د خطر وړاندوینه کولی شي.
د څېړنې له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ د نیچر په ژورنال کې خپره شوې، دا ماډل مخکې تر دې چې یو څوک د سرطان د ځینو ډولونو، د زړه د حملې، او نورو ناروغیو ښکار او په رسمي ډول تشخیص شي، کولی شي یوه لسیزه وړاندې د هغه د ناروغۍ وړاندوینه وکړي.
د جرمني د سرطان د څېړنیز مرکز (DKFZ) د انکولوژۍ په برخه کې د AI ډلې مشر موریڅ ګرستونګ په یوه بیان کې وویل«دا د انسان پر روغتیا او د ناروغۍ پر پرمختګ د پوهېدو یو نوی پړاو دی.»
څېړونکي وايي، لکه څنګه چې AI د طب په ډګر کې پرمختګ کوي، دا نوی ماډل تر اوسه یو له تر ټولو لویو بېلګو څخه دی چې ښيي مصنوعي ځیرکتیا څنګه د ناروغۍ د مخکې تر مخکې تشخیص لپاره کارېدای شي. دا ماډل د انګلستان د ۴۰۰ زره کسانو د معلوماتو په وسیله وروزل شو او بیا د ډنمارک د ۱.۹ میلیون کسانو پر معلوماتو وازمویل شو.
ماډل زده کړه وکړه چې هغه بڼې وپیژني چې د وخت په تېرېدو سره جدي ناروغیو ته لاره هواروي – د بېلګې په توګه د پخوانیو تشخیصونو او د سګرېټ څکولو د تاریخونو په مرسته. د دغو پېښو ترتیب او ترمنځ یې د وخت واټن ته په پام، ماډل کولی شي د ناروغ د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو د خطر وړاندوینه وکړي.
څېړونکي ټینګار کوي چې د ماډل وړاندوینې دا مانا نه لري چې ناروغ به په حتمي ډول ناروغ شي – بلکې یوازې د زیات خطر ښودنه کوي. دوی دا د هوا له وړاندوینې سره ورته بولي.
دوی وویل، ماډل په هغو ناروغیو کې ډېر دقیق دی چې «د پرمختګ د ثابتو بڼو» لرونکې وي، لکه د سرطان ځینې ډولونه ، شکر، د زړه حمله او د وینې انتان (سپټیسیمیا). همداراز د نژدې یا لنډې مودې په وړاندوینې کې د اوږدې مودې په پرتله ډېر دقیق دی.
خو دا ماډل د هغو ستونزو په اړه لږ اعتبار لري چې وړاندوینه یې سخته وي، لکه رواني ناروغۍ، انتاني ناروغۍ او د امیندوارۍ اړوند ستونزې.
د اروپا د مالیکولي بیولوژۍ د لابراتوار (EMBL) سرپرست مشر ایوان برني وویل،
دې ماډل ثابته کړه چې AI کولی شي «زموږ د اوږدمهالو روغتیایي بڼو ډېری برخې زده کړي او له دې معلوماتو څخه د معنا لرونکو وړاندوینو د تولید لپاره کار واخلي»
برني په یوه اعلامیه کې دغه ماډل «د روغتیا د تشخیص او مخنیوي په لور یو ستر ګام» وباله.