جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهفرانسه او ۹ نور هیوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني

فرانسه او ۹ نور هیوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۹ مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۲مه (د وږي ۳۱مه) په نیویارک کې د یوې تاریخي پېښې شاهده وي، ځکه د فرانسې او برتانیا  په شمول به لس هېوادونه د یوه کنفرانس په ترڅ کې چې د فرانسې او سعودي عربستان په ګډون ترسره کېږي، د «فلسطین هېواد» په رسمیت وپېژني.

نور هېوادونه چې نومونه یې یاد شوي دي عبارت دي له: اندورا، آسترالیا، بلجیم، کاناډا، لوګزامبورګ، برتانیا، پرتګال، مالټا او سن‌ماریینو.

د الیزې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، برتانیا هم ټاکل شوې د یکشنبې په شپه د فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

ولسمشر ایمانویل مکرون به، چې د سعودي له ولیعهد محمد بن‌سلمان سره په ګډه د دې کنفرانس مشري کوي، د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت د ماسپښین په ۳ بجې په یوه وینا کې د «فلسطین» هېواد په رسمیت پېژندنه اعلان کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاسکال کنفاورو وویل: «دا پېژندنه زموږ د دیپلوماتیکو هڅو پای نه دی. دا یوازې یوه سمبولیکه پېژندنه نه ده، بلکې د یوه پراخ او ډېر عیني لیدلوري برخه ده.»

اسرائیل څو څو ځله د دې اقدام پر وړاندې اعتراض کړی او ادعا کوي چې د «فلسطین هېواد» هیڅکله نه شي جوېدای او داسې پرېکړه د حماس غورځنګ ته انعام ورکول دي؛ هغه ډله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې په اسراییل کې خونړۍ حمله وکړه او اسراییل ته یې پلمه په لاس ورکړه چې غزه له خاورو سره خاورې کړي او سلګونه زره انسانان ووژني یا ټپیان او یا هم بې کوره کړي.

اسراییلي چارواکو فرانسې ته د غچ اخیستونکو دیپلوماتیکو اقداماتو ګواښ کړی او آن یې د لویدیځې غاړې د الحاق موضوع مطرح کړې، هغه سیمه چې له ۱۹۶۷ کال راهیسې د اسراییل تر اشغال لاندې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب