تاند ( شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) وال ستریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې، د ټرمپ حکومت له طالبانو سره د خبرو په حال کې ده څو بګرام هوایي اډې ته د محدودو امریکایانو د بېرته راتګ زمینه برابره کړي.
سرچینې ویلي چې، آدام بوهلر چې څو ورځې وړاندې له خلیلزاد سره کابل ته تللی وو د دې خبرو اترو اصلي ماموریت ور ترغاړې دی.
وړمه ورځ د امریکا ولسمشر د بریتانیا له صدراعظم سره په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسی. «دا ښايي تازه (بریکینګ) خبر وي.»
افغانستان ته د بېرته ګرځېدو او د بګرام د هوايي اډې د بیرته نیولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په مهال د بریتانیا صدراعظم ټرمپ ته تعجب وکتل.
ټرمپ همداراز وویل:«د دې اډې د لرلو یو دلیل دا دی چې هغه د چین د اتومي وسلو له ځایه یو ساعت لیرې دی.»
ټرمپ بګرام د نړۍ ستره هوايي اډه وبلله.
خو پرون جمعه بیا د چین د بهرنیو چارو وزارت د بګرام د هوايي اډې او چین ته د دې اډې د نژدېوالي په اړه د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه نرم غبرګون وښود.
د چین د باندنیو چارو وزارت ویندویې لین جیان د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه وکړه.
دې زیاته کړه چې پیکینګ د افغانستان حاکمیت ته درناوی لري، خو هغه اقدامات چې په سیمه کې کړکېچ زیات کړي او یا هم شخړه رامنځته کړي،ورته د منلو نه دي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاندې همداراز وویل:
«چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري. د افغانستان راتلونکی باید د افغانستان د خلکو په لاس کې وي.»
هغې، چې په یوه خبري غونډه ې خبرې کولې، دا هم وویل چې د افغانستان برخلیک باید د افغانانو په لاس وټاکل شي.
RUSSIA/CHINA/BRITISH OR AMERICA NEED AFGHANISTAN NATURAL SOURCESS,
CHINA IS MORE HUNGRY FOR AFGHAN MINERALS.
AMERICA NEED TO STRATEGIC GEOGRAPHIC LOCATION OF AFGHANISTAN.
AFGHANS MUST REBUILD AFGHANISTAN LIKE SINGAPOOR,
RUSSIA CHINA/AMERICA DO NOT WANT BUILD AFGHANISTAN, HONEST AFGHANS CORRUPTION FREE MUST GIVE HANDS FOR PROGRESS OF AFGHANISTAN.
AFGHANS ARE HUNGRY FOR POWER, MUST ONE UNITE MAKE CONTROL OF AFGHANISTAN,
TALIBS MUST CHANGE POLICY AND OPEN GATE FOR SCIENCE&TECHNOLOGY,
MODERN EDUCATION FOR WOMENS IS MORE IMPORTANT FOR OUR COUNTRY.
NOW WE ARE IN DARKNESS, FOR HOW LONG?