Homeخبرونهد طالبانو له زندانه خوشې شوې برتانوي جوړه: که زمینه برابره شي...

د طالبانو له زندانه خوشې شوې برتانوي جوړه: که زمینه برابره شي بېرته افغانستان ته را ګرځو

تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) د طالبانو له زندانه تازه خوشې شوې برتانوۍ جوړه وایي، دوی افغانان دي او که زمینه برابره شي بېرته افغانستان ته ور ګرځي.

دغه برتانوۍ جوړه ۸ میاشتې وروسته پرون د جمعې په ورځ د قطر په منځګړتوب د طالبانو له زندانه خوشې او قطري پلاوي ته وسپارل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي وو چې د پیټر او باربارا رېنولډز په نامه دغه دوه تنه برېټانويان د افغانستان قوانين نقض کړي وو او له قضايي پروسې وروسته له بنده خلاص شول.

بلخي همدا راز زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت د اتباعو مسايلو ته له سياسي او يا د معاملې له زاويې نه گوري.

هغه زیاته کړې وه چې، هيله ده چې د اتباعو مسايل، خصوصا هغوی ته د کونسلي خدماتو وړاندې کېدل له سياسي ملاحظاتو پرته تضمين شي او افغانان هم چې هر چېرته وي کونسلي خدمات ورته ورسیږي.

بلخي د یادو بریټانوي اتباعو د خلاصون په برخه کې د قطر هېواد له منځګړیتوب او هڅو مننه کړې او زیاته کړې وه، چې دغه کسان د برېټانیا ځانګړي استازي ريچارډ لنډزي ته سپارل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...