تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۹مه) افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د طالبانو له بنده د برتانوۍ جوړې د خوشې کېدو هرکلی کړی.
پرون جمعه شاوخوا ۱۰ میاشتو وروسته یوه برتانوۍ جوړه چې طالبانو د ناڅرګندو دلایلو له مخې نیولې وه، د قطر په منځګړتوب خوشې او د برتانیا د استازي په ګډون قطري پلاوي ته وسپارل شوه.
د راپورونو له مخې، دې جوړې له ۱۸ کلونو راهیسې افغانستان کې ژوند کاوه او تر نیول کېدو مخکې یې د «ریبيلډ» په نوم یوه اداره چلوله چې هېواد کې د زده کړو او روزنیزو پروګرامونو په برابرولو بوخته وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا جوړه د افغانستان د قوانینو د نقض له امله نیول شوې وه.
طالبان ادعا کوي، چې د وګړو او بندیانو موضوع له سیاست او معاملې سره نه تړي، خو د دوو پرله پسې سفرونو وروسته یې هم د امریکايي پلاوي په غوښتنه افغاني الاصله امریکایی، محمودشاه حبیبي نه دی خوشې کړی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو څو میاشتې وړاندې اصلاً رد کړه چې ګنې دوی دې د محمودشاه حبیبي په نامه څوک نیولی وي، خو امریکا وايي، د طالبانو استخباراتو ریاست کې یې دوه ځله موبایل چالان شوی دی.