تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د چین د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) د بګرام د هوايي اډې او چین ته د دې اډې د نژدېوالي په اړه د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه په وړاندې نرم غبرګون وښود.
د چین د باندنیو چارو وزارت ویندویې لین جیان د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه وکړه.
دې زیاته کړه چې پیکینګ د افغانستان حاکمیت ته درناوی لري، خو هغه اقدامات چې په سیمه کې کړکېچ زیات کړي او یا هم شخړه رامنځته کړي،ورته د منلو نه دي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاندې همداراز وویل:
«چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري. د افغانستان راتلونکی باید د افغانستان د خلکو په لاس کې وي.»
هغې، چې په یوه خبري غونډه ې خبرې کولې، دا هم وویل چې د افغانستان برخلیک باید د افغانانو په لاس وټاکل شي.
پرون د امریکا ولسمشر د بریتانیا له صدراعظم سره په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسی. «دا ښايي تازه (بریکینګ) خبر وي.»
افغانستان ته د بېرته ګرځېدو او د بګرام د هوايي اډې د بیرته نیولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په مهال د بریتانیا صدراعظم ټرمپ ته تعجب وکتل.
ښاغلي ټرمپ همداراز وویل:«د دې اډې د لرلو یو دلیل دا دی چې هغه د چین د اتومي وسلو له ځایه یو ساعت لیرې دی.»
ټرمپ بګرام د نړۍ ستره هوايي اډه وبلله.