جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد طالبانو له بنده خوشې شوې جوړه خپل هیواد ته روانه ده

د طالبانو له بنده خوشې شوې جوړه خپل هیواد ته روانه ده

تاند (جمعه‌، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د قطر دولت اعلان کړی چې په افغانستان کې د دوو نیول شویو بریتانیايي وګړو د خوشې کولو زمینه یې برابره کړې ده. د بندي شویو کسانو نومونه پیټر رینولډ او د هغه مېرمن باربي رینولډ دي. هغوی دوحې ته رسېدلي او وروسته به لندن ته ولاړ شي.

د قطر د بهرنۍ چارو وزارت د دولت وزیر، ښاغلي ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د قطر خبري آژانس (QNA) ته ویلي چې د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت او د بریتانیا د شاهي دولت د مثمرې همکارۍ قدرداني کوي.

نوموړي همداراز د قطر هڅې او د مخامخ خبرو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد پر څو اړخیزې همکارۍ کلک باور لري، څو د انسان کرامت لوړ او حقونه خوندي کړي.

له بلې خوا د «سکای نیوز» د راپور له مخې،۷۶ کلنه باربي رینولډز او د هغې مېړه۸۰ کلن، پیټر چې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د طالبانو له خوا نیول شوي او یوه امنیتي زندان ته انتقال شوي وو، د جمعې په ورځ د قطر په منځګړیتوب خوشې او دوحې ته ولېږدول شول. ټاکل شوې چې ډېر ژر بېرته لندن ته ستانه شي.

باربي رینولډز له خبریالانو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې یو ځل بیا وکولای شي افغانستان ته ستنه شي. دې جوړې ۱۸ کاله په افغانستان کې ژوند کړی او د «ریبیلد» په نوم د یوې موسسې مشران دي چې د افغان ماشومانو د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي.

هغوی له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې یو ځای ژوند کوي او په ۱۹۷۰ کال کې یې په کابل کې واده کړی دی.

د دوی زوی جاناتان تر دې وړاندې خبریالانو ته ویلي و چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د ده مور او پلار له افغانستانه د وتلو په باب د بریتانیا د حکومت له وړاندیز سره مخالفت کړی وو او ویلي یې وو: «ولې باید افغانان په تیاره شیبو کې یوازې پرېږدو؟»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب