جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد بلوچستان په چاودنو کې ۱۱ تنه ژل شوي

د بلوچستان په چاودنو کې ۱۱ تنه ژل شوي

تاند (جمعه‌، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) پاکستاني چارواکو نن وویل چې د بلوچستان په ناارام ایالت کې د څو چاودنو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر د ایران پولې ته څېرمه د دشت په سیمه کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر ملېشه ځواکونو پر کاروان وچاوداوه.

دوو سیمه‌ییزو چارواکو فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي چې په دې برید کې پنځه تنه وژل شوي، چې درې یې د دغو ځواکونو غړي وو.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ، چې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، د دې برید مسؤولیت منلی دی.

د بلوچستان یوه سیمه‌ییز چارواکي، امتیاز علي بلوچ، فرانس پرېس ته ویلي چې په بله چاودنه کې، چې د پنجشنبې په ماښام د افغانستان پولې ته څېرمه وشوه، شپږ کارګران وژل شوي دي.

له لسو کلونو راپه دې خوا بېلتونپالي د پاکستاني پوځ پر ضد جګړه کوي او وایي چې غواړي د بلوڅ ولس پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي، د بلوچستان د منابعو د لوټ مخه ونیسي او بلوچان د پنجاب له اشغاله خلاص شي.

په بلوچستان چې له افغانستان او ایران سره پر پوله پروت او له طبیعي زېرمو غني ایالت دی، بغاوت ورځ تر بلې ډېرېږي.

د پاکستان حکومت بیا په دې سیمه کې وخت په وخت پراخ عملیات ترسره کوي.

خو د بشري حقونو ډلې وایي، د دغو عملیاتو پر مهال د بشري حقونو سرغړونې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب