تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) د امریکا د کانګریس د جمهوریپالې استازې، ریلي مور، د بګرام هوايي اډې بېرته نیولو پهاړه د ولسمشز ډونالډ ټرمپ د پرېکړې ملاتړ وکړ او دا یې یو «ستراتیژیک او منطقي» اقدام وباله.
هغې نیوزمکس شبکې ته وویل چې د بګرام جغرافیایي موقعیت او په تېرو کلونو کې د امریکا سترې پانګونې د دې اډې د بېرته نیولو اهمیت دوه برابره کوي.
دې جمهورييالې استازې د پنجشنبې په ورځ همداراز وویل چې د بګرام بېرته نیول نه یوازې د متحده ایالاتو له امنیتي ګټو سره تړاو لري، بلکې د چین د زیاتېدونکي ګواښ د مخنیوي لپاره هم مرسته کوي.
مور وویل: «هیڅ شک نشته چې دا اقدام له ستراتېژیک پلوه په بشپړ ډول سمه پرېکړه ده. او څه لویه تراژیدي ده چې موږ اوس هلته هیڅ سترګې او غوږونه نه لرو، په داسې حال کې چې د دې موقعیت د ترلاسه کولو لپاره له پیل څخه میلیاردونه ډالره لګښت او ګڼ شمېر ژوندونه قرباني شوي دي.»
ټرمپ پرون په بریتانیا کې په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسی. «دا ښايي تازه (بریکینګ) خبر وي.»
ده تر دې مخکې او حتي د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې هم ټرمپ څو ځلې د بګرام د بیرته نیولو خبره کړې وه او پر پخوانی ولسمشر جو بایډن یې په دې خاطر نیوکې کړي چې ولې یې دا اډه پرېښوده. خو بایډن ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې شوې وه.
سي این این تلویزیون وايي، درو باوري سرچینو، ورته ویلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ له څو میاشتو راهیسې د خپل ملي امنیت له چارواکو غواړي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو لاره پیدا کړي.