Homeخبرونهد کډوالو لویه کمېشنري: ایران د ورځې ۴۳۰۰ کډوال له خپلې...

د کډوالو لویه کمېشنري: ایران د ورځې ۴۳۰۰ کډوال له خپلې خاورې باسي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سپتمبر له ۱۱ تر ۱۷ پورې، په اوسط ډول هره ورځ ۴۳۰۰ افغان کډوال له ایران څخه ستانه شوي دي.

د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د جون له ۱۳ وروسته د بېرته ستنېدونکو شمېر ډېر زیات شو، په ځانګړې توګه د جون له ۲۵ وروسته څو وارې د پام وړ زیاتوالی ثبت شو. د سپتمبر تر ۱۷ پورې، له ایران څخه تر ۱.۷۹ میلیونه زیات افغانان ستانه شوي، او د ۲۰۲۵ له پیله تراوسه د ایران او پاکستان له لارې په مجموع کې د ۲.۷ میلیونه افغانانو ستنېدا ثبت شوې ده.

د اسنادو وضعیت

د دې راپور پر اساس، د سپتمبر ۱۱–۱۷ د ستنېدونکو ۳۳٪ د “سرشمېرنې سندونه لرل، چې د جلا شویو یا شړل شوو کسانو ۳۵٪ هم جوړوي.

د مارچ له ۲۰ راهیسې، د ټولو ستنېدونکو او شړل شوو شاوخوا ۴۴٪ د سرشمېرنې سندونه لري.

په ۲۰۲۵ کې، ټولټال ۱.۲۴ میلیونه افغانان له ایرانه ایستل شوي، چې د ټولو ستنېدنو ۶۰٪ جوړوي.

له دې جملې، یوازې د جون له ۱۳ وروسته تر ۸۱۶ زره زیات افغانان ایستل شوي دي.

د جولای میاشت د د ایستل شویو کډوالو د شمېر له پلوه د تیرو درې کلونو تر ټولو لوړه میاشت وه، چې پکې ۴۶۰ زره کسان ایستل شوي.

د سپتمبر ۱۱–۱۷ په موده کې له ایران څخه ۳۰۴۰۰ کسان ایستل شوي، چې ۷۵٪ یې د اسلام قلعه له لارې او ۲۵٪ د زرنج له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د افغان کډوالو د حل لاره ستراتیژي (SSAR)

د سپتمبر په ۳ په تهران کې د SSAR د سیمه‌ییزې کاري ډلې غونډه وشوه. په دې ناسته کې، چې د ایران د کډوالو د ملي ادارې مشر نادر یاراحمدي او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چاپېریالي او پایښتي پرمختګ چارو رییس محمد حسني نژاد پیرکوهې یې مشري کوله، د کډوالو د لویې کمېنشرۍ استازي وړاندیز وکړ چې له ایران او افغانستان سره دې درې اړخیزې خبرې وشي.

ایراني چارواکو د پاکستان په ګډون څلور اړخیزو خبرو ته چمتووالی وښود، خو ټینګار یې وکړ چې درې اړخیزې خبرې زیاتې همغږۍ ته اړتیا لري.

د افغان کډوالو د حل لاره ستراتیژي (SSAR) په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان، ایران او پاکستان له خوا د UNHCR په ملاتړ جوړه شوه. دغه ستراتیژي سیمه‌ییزه تګلاره وړاندې کوي او غوښتنه کوي چې د کډوالو د بار او مسوولیت دې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ووېشل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...