Home+اماراتو د اې آی او ډیب سیک سیال میدان ته راوایست

اماراتو د اې آی او ډیب سیک سیال میدان ته راوایست

تاند(یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د «اوپن‌اې‌آی» او «ډیپ سیک» سیال؛ امارات د ارزانه مصنوعي ذکاوت ماډل «K2 Think» نندارې ته وړاندې کړ.

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) یو نوی او ارزانه ماډل دا ځل د متحده عربي اماراتو له لوري د نړیوالې ټکنالوژۍ میدان ته راووت.

د محمد بن زاید د مصنوعي ځیرکتیا پوهنتون په ابوظبي کې د سې‌شنبې په ورځ له یوه کم‌لګښته استدلالي ماډل څخه پرده پورته کړه، چې هیله لري له «ډیپ سیک» او «اوپن‌اې‌آی» سره سیالي وکړي.

وروسته له هغې چې د سږ کال په جنورۍ کې د چین یوه څېړنیز لابراتوار ادعا وکړه چې د امریکا د «اوپن‌اې‌آی» (چې «چت‌جي‌پي‌ټي» یې جوړ کړی) لاسته‌راوړنو ته د لږ بودجې او انرژۍ په لګولو سره نژدې شوی، د مصنوعي ذکاوت بازار یو ځل بیا تود شو.

اماراتي ماډل چې «K2 Think» نومېږي، د پارامېترو له پلوه (هغه متغیرونه چې په ماشیني زده‌کړه کې د معلوماتو د پروسس کولو او وړاندوینې څرنګوالی ټاکي) د خپلو سیالانو په څېر لکه «ډیپ سیک» کوچنی دی. خو د پروژې څېړونکي وايي د دې ماډل د کار نتیجه د «اوپن‌اې‌آی» او «ډیپ سیک» له استدلالي ماډلونو سره برابره ده.

پوهنتون په یوه بیان کې وویل:
«K2 Think د استدلالي ماډلونو یوه نوې درجه ده. دې ماډل د اوږدو استدلالي زنځیرونو پر بنسټ د څارنې له لارې خپل منطقي ژوروالی پیاوړی کړی او بیا یې د تقویتي زده‌کړې او باور وړ انعامونو په وسیله د ستونزمنو مسئلو په حل کې خپل دقت لوړ کړی دی.»

د محمد بن زاید پوهنتون د بنسټیزو ماډلونو د انسټیټیوټ مشر هکتور لیو، سي‌ابن‌بي‌سي ته په مرکه کې وویل:
«هغه څه چې زموږ ماډل ځانګړی کوي دا دی چې موږ پرې یوازې د یو ماډل په توګه نه، بلکې د یوه سیستم په توګه فکر کوو. له همدې امله د عادي‌ ماډلونو د متن برعکس چې یوازې خپرېږي، موږ دا ماډل ځای پر ځای کړی او ګورو چې څنګه یې د وخت په تېریدو کې ښه کولی شو.»

د نړۍ تر ټولو تېزله و او اغېزمنو استدلالي سیستمونو څخه

محمد بن زاید پوهنتون همداراز وویل چې K2 Think د نړۍ له تر ټولو تېزو او اغېزمنو استدلالي سیستمونو څخه دی او په یوه ثانیه کې د ۲ زره ټوکنونو (شاوخوا ۱۵۰۰ ټکو) د پروسس کولو وړتیا لري.

دغه ماډل د علي‌بابا پر «Qwen 2.5» لوی ژبني ماډل ولاړ دی او د «Cerebras» د شرکت (چې د مصنوعي ځیرکتیا چپس تولیدوي) پر هارډوېیر باندې پرمخ وړل کېږي.

لکه څنګه چې د K2 Think اړوند R1 ماډل متن‌ پرانیستی دی، همداسې د چین د «ډیپ سیک» متن هم پرانیستی دی؛ یعنې د زده‌کړې معلومات او وزنونه یې د عامو خلکو لپاره د لاسرسي وړ دي.

پوهنتون ټینګار وکړ:
«دغه نوې کچه شفافیت تضمینوي چې د استدلال په برخه کې د ماډل د زده‌کړې هر ګام د نړیوالې څېړنیزې ټولنې له خوا د څېړلو، بیا تولید او پرمختیا وړ وي.»

په مصنوعي ځیرکتیا کې نړیواله سیالي

دغه ټکنالوژي د مصنوعي ذهانت په نړیواله سیالۍ کې ستر بدلونونه راوستلای شي.

که څه هم د دې ډګر مشري اوس مهال د امریکا او ورپسې د چین په لاس کې ده، خو نور هېوادونه هم هڅه کوي خپل ځای ومومي.

پوهنتون وویل:
«K2 Think د اماراتو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یوه برخلیک‌ټاکوونکې شېبه ده. دا ماډل ښيي چې څنګه نوښت او د دولتي او خصوصي سکتور نژدې همکاري کولای شي ابوظبي د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال مشر کړي او څرګندوي چې د استدلال راتلونکی یوازې په سویې پورې نه دی تړلی، بلکې د خلاقیت او همکارۍ په مټ جوړېږي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...