جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجاپان له افغان زلزله ځپلو سره ۲ میلیون ډالره مرسته وکړه

جاپان له افغان زلزله ځپلو سره ۲ میلیون ډالره مرسته وکړه

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان د ختیځ د زلزله‌ځپلو لپاره یو میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته به د دوو نړیوالو ادارو له لارې لګول کېږي؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) به ۵۰۰ زره ډالر د خوراکي توکو د برابرولو لپاره کاروي. او د سور صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون (IFRC) به ۵۰۰ زره ډالر پر روغتیايي خدمتونو، اوبو او حفظ الصحې لګوي.

سربېره پر دې، د «جاپان پلتفرم» په نوم بنسټ هم شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ین (نژدې ۱.۳۳ میلیون امریکايي ډالر) د خوراکي او غیر خوراکي مرستو لپاره ځانګړي کړي دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان له ولس سره به خپلې بشري مرستې روانې وساتي او دا مرستې به ژر تر ژره د زلزله‌ځپلو لاس ته ورسېږي.

تر دې وړاندې هم جاپان د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلو ته مرسته استولې وه.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته اکثرو هیوادونو له افغانستان سره مرستې بیخي درولي یا کمې کړي خو جاپان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې لا هم له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره بریتانیا، اروپايي اتحادیې او هند هم د پام وړ مرستې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب