Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ د دوو لوبغاړو په ریکارډ کې منفي امتیازونه...

د افغانستان د کرکټ د دوو لوبغاړو په ریکارډ کې منفي امتیازونه ثبت شول

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوو لوبغاړو نور احمد لکڼوال او مجیب‌الرحمان ته د سریلانکا پر وړاندې په اسیايي جام کې د لوبې پر مهال د تخلف له امله خبرداری ورکړل شوی دي.

د دې شورا په وینا:

  • نور احمد د لوبې پر مهال د امپایر د پرېکړې پر ضد د اعتراض له امله د چلند مقررات مات کړي.
  • مجیب‌الرحمان د لوبو د وسایلو د ناسمې کارونوې له کبله تخلف کړی.

دواړو لوبغاړو خپل تخلفونه منلي دي، له همدې امله هغوی ته د خپل کړنو په اړه د توضیحاتو ورکولو ته اړتیا نه ده پیدا شوې.

همداراز د دوی په انضباطي ریکارډ کې یو ـ یو منفي امتیاز ثبت شوی دی. دا لومړی ځل دی چې په وروستیو تېرو دوو کلونو کې نور احمد او مجیب‌الرحمان انضباطي سرغړونې کوي.

په همدې لوبه کې د افغانستان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې په شپږو وېکټو ماتې وخوړه او له سیالیو څخه ووته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...