تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د اسراییل د موساد (استخباراتي ادارې) پخواني مشر، یوسي کوهن، د چارلي کرک د ترور په تړاو د موساد د لاس لرلو د ادعاوو په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
دا موضوع هغه وخت راپورته شوه چې د امریکا محافظهکاره پاډکسټر او د توطئې تیورۍ پلوي (Conciperinsy theory)، کندیس اوونز، په ۷۰ دقیقې ویډیو کې وویل چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د هغه حکومت somehow د چارلي کرک په وژنه کې لاس درلود. دا ویډیو د اوونز د شهرت له امله پراخ انعکاس درلود او په ټولنیزو رسنیو کې یې بحثونه وپارول.
د دې ادعاوو په ځواب کې، بنیامین نتانیاهو خپله ویډیو خپره کړه او ویې ویل:
«دا د ګوبلز هغه جمله ذهن ته راولي چې هرڅومره دروغ لوی وي، هغومره ژر خپرېږي. دا خبره چې اسراییل د چارلي کرک په وژنه کې لاس لري، لیونتوب دی، ریښتیا نه ده، یوازې تبلیغاتي دروغ دي. چارلي یو ستر سړی و چې د دروغو پر ځای د درناوي مستحق دی.»
نتانیاهو زیاته کړه: «دا خبرې نه یوازې دروغ دي، بلکې سپکاوی هم دی. چارلي کرک یو نابغه و، داسې استعداد چې ښایي یوازې په هرو سل کلونو کې یو ځل پیدا شي. هغه د آزادۍ دفاع کوله، د امریکا ملاتړ یې کاوه، او د یهودي-مسیحي ګډ تمدن ملاتړ یې کاوه.»
وروسته د موساد پخواني مشر، یوسي کوهن، هم غبرګون وښود. هغه د اسټرالیايي انفلونسر اِرین مولان پوښتنې ته په ځواب کې وویل:
«قطعاً نه. موږ له دې موضوع سره هېڅ تړاو نه لرو. موساد هیڅکله داسې کارونه، په ځانګړي ډول سیاسي ترورونه، نه ترسره کوي. دا خبرې په بشپړه توګه ناسمې او شیطاني دي.»