تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد، ویلي چې واشنګټن نه غواړي د بګرام هوايي اډه په زور ونیسی او یا یې له افغانستانه جلا کړي.
ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د افغانستان او امریکا تر منځ د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه ډېر ناسم او غلط مالومات خپرېږي، په ځانګړي ډول د دې په اړه چې ګواکې امریکا غواړي د بګرام هوايي اډه د ګډو تروریستي ضد عملیاتو لپاره وکاروي.»
هغه زیاته کړه: «زما برداشت دا نه دی چې امریکا غواړي بګرام له افغانانو واخلي او یا یې د خپل هېواد برخه وګرځوي.»
ښاغلي خلیلزاد دا پوسټ وروسته له هغه خپور کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ناږخته په خپله خواله رسنۍ تروټ سوشل کې طالبانو ته د دې اډې په اړه ګواښ وکړ.
ټرمپ خبرداری ورکړی و: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته، چې جوړوونکې یې دي بېرته ورنه کړي، بدې پېښې به رامنځته شي.»
سره له دې چې د بګرام هوايي اډه پنځوس کاله پخوا د افغانستان د دولت په مصرف پخواني شوروي اتحاد جوړه کړې وه، خو د ۲۰۲۱ په پای کې پر افغانستان د امریکا له یرغله روسته امریکايي پوځیانو دا اډه پراخه کړه او ډېره پانګونه یې پکې وکړه. ویل کېږي چې د بګرام د هوايي اډې الوتلیکه (رن وې) ۳ اعشاریه ۴ کیلومتره ده او له دې کبله د نړۍ یوه له څو سترو اډو څخه شمېرا کېږي.
په راتلونکې کې د امريکا او #افغانستان تر منځ د احتمالي امنيتي همکارۍ په اړه ډېر غلط او ناسم معلومات خپاره شوي دي، په ځانګړي ډول د بګرام هوايي اډې د احتمالي ګډو ترهګرۍ ضد عملياتو لپاره د کارولو په اړه. زما د برداشت له مخې، د امريکا متحد ايالات نه غواړي چې له افغانانو څخه بګرام…
— Zalmay Khalilzad (@realZalmayMK) September 21, 2025
ټرمپ تېره پنجشنبه هم په لندن کې د بریتانیا له صدراعظم کېیر سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي و چې د ده حکومت هڅه کوي بګرام بېرته ترلاسه کړي. ټرمپ ویلي و: «هغوی [طالبان] له موږ ځینې غوښتنې لري، موږ هم هغه اډه غواړو.»
والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت له طالبانو سره خبرې پیل کړي څو د امریکا د محدود پوځي حضور لپاره د بګرام هوايي اډې ته لاره هواره شي.
ځینې سرچینې وايي، د بندیانو او برمته وو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی آدم بولر، چې څو ورځې مخکې له زلمي خلیلزاد سره افغانستان ته تللی و، د دغو خبرو اصلي مشري پر غاړه لري. چارواکو دا خبرې په لومړنیو پړاوونو کې بللې دي.
خو طالبانو د یکشنبې په ورځ د امریکايي ځواکونو پر حضور د هر ډول موافقې امکان رد کړ. سره له دې. هغی په عین حال کې ویلي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره چمتو دي.
د دوحې له موافقې سره سم، چې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ده په خپل اصرار له طالبانو سره لاسلیک شوه، امریکايي پوځیان به په افغانستان کې حضور نه لري. خو ټرمپ په وروستیو کې ویلي چې له موافقې سره سره ده غوښتل چې یو شمېر پوځیان د بګرام په هوايي اډه کې پرېږدي.
ټرمپ د بګرام په هايي اډه کې د امریکايي پوځیانو حضور د چین په وړاندې او همداراز د افغانستان د کانونو لپاره مهم بولي.