Home+په سینګاپور کې روباټ کورونو ته سودا وړي

په سینګاپور کې روباټ کورونو ته سودا وړي

تاند- په سینګاپور کې د ټکنالوژۍ یوه شرکت دوه روباټونه ګومارلي چې د ښار اوسېدونکو ته شیدې او هګۍ ورسوي.

دا دوه روباټونه د (OTSAW) کمپنۍ له لوري جوړ  شوي او (کامولو)نومېږي.

دوی به یو کال وازمویل شي او په دې موده کې به ۷۰۰ کورنیو ته خدمات وړاندې کړي.

Play

وروسته له دې چې روباټ ته فرمایش ورکړل شو، چنس له ځان سره اخلي او کله چې د فرمایش ورکوونکي د دروازې خولې ته نژدې شو د اپلېکشن له لارې د شیدو یا هګیو رانیوونکي ته خبر ورکوي.

دا روباټونه درې بعدي سینسورونه، کمره او د ۲۰ کیلو بار لپاره خوندي ځای لري.

دا روباټونه د جنس له رسولو وروسته ځان په خپله میکروب ضد کوي. دا وسیله یا روباټ په اوسني وخت کې چې له کورونا وایرس څخه وېره ډېره ده او هر څوک ځان ساتي، ډېر ګټور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...