روژه د برکتونو، عبادتونو او خدای ج ته د نژدې کېدو او بښنې میاشت ده. په روژه کې ماړه د وږيو او شتمن د نېستمنو او اړو خلکو له حاله د خبرېدو میاشت ده. په همدې ډول دا د توبې او له ګناهونو د پاکېدو او خلاصېدو وسیله هم ده. روژه د خيراتونو، صدقو او له خپلو بېوزله خپلوانو، ګاونډیانو او غريبانو سره د مرستې او له یو بل سره د مينې، خواخوږۍ او لورېینې میاشت ده.
زموږ وروستی پیغمبر حضرت محمدص د لوی خدای له لوري درست عالم ته د رحمت په توګه رالېږل شوی دی او د محمد ص فرمان دی چې زه د اخلاقو د بشپړتیا لپاره رااستول شوی یم. دی ص د نیکیو او ښو خصلتونو لارښوونکی او مثال دی. چېرې مې ولوستل چې یو ځل یو صحابي حضور ص ته یوه لپه بادام راوړل، محمد ص پخپله خوړل خو ورسره ناستو صحابه وو ته یې د خوړلو ست ونه کړ. کله چې هغه صحابي ولاړ نو پیغمبر ص صحابه وو ته وویل چې بادام سخت ترخه وو او ما ځکه تاسو ته د خوړلو ونه ویل چې که په تاسو کې کوم یو ووایي چې بادام ترخه دي نو هغه کس به خپه شي.
همدا رنګه حضور ص د مکې قریش چې ده ته یې ډېر تکليفونه رسولي وو هغوی یې ټول وبښل. حضرت یوسف علیه السلام یې خپل وروڼه معاف کړل، که څه هم هغوی له ده سره ستره جفا کړې وه او دی یې په څاه کې اچولی و.
خو افغانستان کې بیا په جنګ کې ښکېل کسان او ډلې لا جنګونو، ورانيو او ویجاړیو ته اړم دي، نه سوله کوي او نه معافي او بښل، نه د ګران پیغمبر ص په لارښوونو او ویناوو عمل کوي او نه پخپلو وروڼو او خلکو زړونه سوځوي. په ډول، ډول بهانو او د دښمنانو په لمسه ټوپک او چاړې په لاس ګرځي، چې دا د دین او دنیا تباهي ده. د روژې په دې مبارکه میاشت کې چې له یوې خوا خلک د بېوزلۍ، او بېکارۍ سره مخامخ دي او له بلې خوا د کورونا بلا خوله ورته خلاصه کړې خو بیا هم د جنګ، خشونت او وژلو لړۍ روانه ده.
له ارمان لوڼي او ګڼو نورو وروسته یې تېره اوونۍ عارف وزير (افغان) روژه په خوله قتل کا او په ګردېز کې یې په روژه ماتي ناست پوليس ووژل. تر څو به زموږ په سيمه کې دا د وژلو، وير او ماتم لړۍ روانه وي ؟
د بې ګناه خلکو د ځورولو او وژلو، د هېواد د بربادۍ او تباهۍ د ناوړه حالاتو په اورېدو دا ډول ليکنې د زړه له درده کوم. هغه د شاعر خبره ده چې:
یو پټ غلی احساس دی چې آرام مې نه پرېږدي
په اور مې کړوي لکه چې خام مې نه پرېږدي
موږ چې دلته کوم کور کې په کرایه اوسو دا د یوه امریکایي کور دی، هر کال له روژې مخکې د کور کرایه پسې راځي او دا خبره تکراروي چې روژه راځي، زه نه غواړم روژه کې تاسو په تکلیف کړم ځکه د روژې میاشت کې کرایه پسې نه راځم. که کور کې څه نلکې ملکې، د اوبو او ګاز سیستم خراب وي هغه هم راته له روژې مخکې جوړوي.
سږ کال د کورونا ویروس له وجې یې آن تقریبا دا درۍ میاشتې کرایه نه ده اخیستې، څو ورځې مخکې د کور ګرمې اوبه نه وې، ټیلیفون مو ورته وکړ، د نن سبا په دې نشتو او کمو کاریګرو کې یې هم کاریګر راواستاوه او هغه یې جوړ کړ. د کور څه نورې ماتې ګوډې یې هم سمې او جوړې کړې، خو کرایه یې په خوله هم رانه وړه.
زه چې زموږ ديني شعایرو ته د نامسلمانه خلکو دغه ډول پاملرنه او درناوی ووينم چې حتا د روژې میاشت کې د خپل کور د کرایې (خپل حق) غوښتلو نه هم ډډه کوي او پرته زموږ له ویلو د کور د هرې ګوډې ماتې چې ده پورې اړه لري پوښتنه کوي او هغه جوړوي نو د خپل وطن په حال افسوس راشي.
زموږ خو یې په روژه کې فقط خولې تړلې وي نور نو د احتکار، ملاوټ، دروغو په ګډون په وژلو، ځورولو او هر ډول ورانکاريو هم صرفه نه کوي. هېواد مو په فساد کې تر ستوني غرق دی او د چارواکیو سپين سترګۍ او بېشرمۍ ته راشه که
یې ګورې چې په زور او بدماشۍ عهدې او رتبې غواړي. د شرم خبر ده چې د څوکۍ او واک پر سر جنګونه او وژل کوي، خوار غریب ترې هېر وي خپل جیبونه په حرامو ډکوي او نور ډېر داسې ناوړه کارونه چې یو یې هم د کړو نه دی کوي یې.
هغه د افغان سید جمال دين خبره ده چې ویلی یې وو په لوېديځ کې مې اسلام وليد خو مسلمانان مې ونه ليدل او په اسلامي نړۍ کې مې مسلمانان وليدل خو اسلام مې ونه ليد.
څلوېښت کاله وشول چې وطن مو د پردیو جنګونو په اور کې سوځي. د خدای پار دی نور خو په دې خلکو رحم وکړئ، د اوربند پخه تيږه رواخلئ او په دې مبارکه روژه کې جنګ ته د پای ټکی کېږدئ.
نیویارک
(دا لیکنه د تېر کال د روژې په میاشت کې خپره شوې وه.)