تاند ( سې شنبه، د حمل ۲۴) د پکتیا ولایت د دریو ځدراڼو ولسوالیو ګرده څیړۍ، شواک او وزې ځدراڼ اوسیدونکو چې شمېر یې لسګونه تنه وو د اعتراض په ډول د پکتیا د پوهنې ریاست دروازه تړلې ده.
دوی د دغه ریاست مسوولین ځدراڼو سره په دوه ګوني چلند تورنوي.
دوی وایي، ځکه یې په اعتراض لاس پورې کړی چې له بار بار ژمنو وروسته یې بیا هم د دوی د ښوونځیو د ودانیو، ښوونکو او درسي کتابونو ستونزې نه دي حل کړي.
اعتراض کوونکي وایي، له کلونو راهیسې ورسره د پوهنې برخه کې توپیری چلند کیږي، نو ځکه یې په مدني حرکتونو لاس پورې کړی دی.
د دوی په وینا، په ګرده څېړۍ او پاتې نورو ځدراڼو ولسوالیو کې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.
اعتراض کوونکي دغه راز تور پورې کوي چې د پوهنې ریاست په تازه اقدام کې د دغه ولسوالیو د یو شمیر ښوونکو بستونه مرکز ګردیز ته انتقال کړي دي .
اعتراض کوونکو، چې له ځان سره یې بېلابېل شعارونه نیولي و، ګواښ وکړ، که یې ستونزې حل نشي او غوښتنو ته یې مثبت ځواب ونه ویل شي، خپل اعتراضونه به لا پراخ کړي او د پکتیا- خوست لویه لاره به هم وتړي.
په همدې اعتراضیه غونډه کې د شواک ولسوالي اوسېدونکو هم په یاده ولسوالي کې د شته ستونزو غږ پورته کړ، دوی وویل، د ښوونکو رسمي بستونه یې مرکز ګردېز ته د وکیلانو په فرمایش تبدیل کړي دي.
دوی زیاتوي چې که د دې اعتراض له مخې یې غوښتنې ونه منل شي، د ځدراڼو زرګونه اوسېدونکي به خپل اعتراضونه د ګردېز سربېره په پلازمینه کابل کې هم پیل کړي.
خو پر دې سربېره؛ د پکتیا د پوهنې ریاست مسوولین دا اداعا چې په ځدراڼو ولسوالي کې دې د ښوونکو بستونه مرکز ګردېز یا هم نورو سیمو ته تبدیل شوي وي، په کلکه ردوي.
د پوهنې ریس کوچی ځاځی په ټوله کې د ښوونکو کمښت ستونزه مني او وايي، اوس مهال پکتیا کې ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري.
د ځدراڼو د دریو ولسوالیو د اوسیدونکو له لوري د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست دروازه داسې مهال تړل کیږي چې د دغه ولایت په شواک او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې له تېرو دوو کلونو راهسې له ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي له ۱۲ ټوولګي فارغ شوي، خو د دې په ګاونډ ګرده څېړۍ ولسوالي کې بیا تر اوسه کوم زده کوونکی له دولسم ټولګي ندی فارغ شوی او نه هم په یادو دریو ولسوالیو کې د انجونو ښوونځي شتون لري.
د معلوماتو له مخې، په ټوله پکتیا کې ۴۰۵ ښوونځي شتون لري، چې ۲۶۰۰۰ زره شاوخوا زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې یې شاوخوا ۷۰ زره انجونې دي.