پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني طالبانو ته؛ د مبارکې روژې په خاطر اوربند وکړئ

ولسمشر غني طالبانو ته؛ د مبارکې روژې په خاطر اوربند وکړئ

تاند (سه شنبه د حمل ۲۴) ولسمشر محمد اشرف غني د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه ویډیوي پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او اوربند وکړي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې نن سه شنبه/د اپرېل ۱۳/ د روژې لومړۍ ورځ ده.

ښاغلی غني وايي، طالبان دې د افغانانو غوښتنې چې دایمي اوربند دی ومني او د روانې جګړې څخه دې لاس واخلي او د تلپاتې او با عزته سولې لپاره دې خپل نیت، اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړي.

نوموړی زیاتوي چې له خپله اړخه هڅه کوي چې د ضروري اجماع، تدبیر او زغم له لارې دغه ناروا جګړه په اساسي توګه پای ته ورسوي.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د دې غوښتنې او دا چې ایا د روژې میاشتې په مناسبت اوربند اعلانوي یا تاوتریخوالی کموي، څه نه‌ دي ویلي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیلېدو راهیسې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت او نړیوال ملاتړي یې افغانستان کې د سولې لپاره پر تلپاتې اوربند ټینګار کوي، خو طالبان وايي، چې د سولې خبرو کې هوکړې ته تر رسېدو مخکې اوربند نه شي کولی.

ولسمشر په داسې مهال یو ځل بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې چې طالبانو پرون وویل، د روانې اپرېل میاشتې په ۱۶مه نېټه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې کېدونکي کنفرانس کې ګډون نه شي کولی.

ملګرو ملتونو؛ د ترکیې د ناستې په درشل کې ګډون کوونکو ته د افغانستان په اړه ځینې مهم موارد د هوکړې په موخه سپارلي

ورته مهال په افغانستان کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې ویلي چې دغه میاشت د مهربانۍ، بښنې، صدقې او د تاوتریخوالي د کمولو میاشت ده، نو په کار ده چې په دې میاشت کې له هر ډول تاوتریخوالي لاس واخیستل شي او د ولسونو لپاره سولې ته د رسېدو فرصت برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب