یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeټولنیزد کورنیو بوټو د ساتلو لارې چارې

د کورنیو بوټو د ساتلو لارې چارې

تاند – خپل کور ته د طبیعت د راوستلو تر ټولو غوره لار دا ده چې په کور کې بوټي وپالئ. دلته د کورنیو بوټو د روزنې او پالنې څو مشورې وړاندې کېږي.

د کورنیو بوټو ګټې 

د کور دننه نباتات خونې ته ښکلا او تازه‌والی ورکوي او د هوا کیفیت ښه کولی شي. د ناسا څېړنې ښودلې چې کورني نباتات په ۲۴ ساعتونو کې د هوا تر ۸۷٪ پورې زهرجن یا ټاکسیک مواد جذبولی شي!

په کور کې د بوټو پالنه او ساتنه د پاملرنې حس پیاوړی کوي، د هغوی د ودې او غوړیدو بهیر خوندور وي.
همداراز، نباتات د مزاج په ښه کولو، د فشار په کمولو او د تمرکز په زیاتولو کې مرسته کوي.

د کورنيو بوټو د پالنې مهمې لارښوونې

۱. مناسبه رڼا
نباتاتو ته د ودې لپاره د لمر انرژي پکار ده، خو د رڼا مقدار مهم دی. ښايي فکر وکړئ چې د نبات لپاره کړکۍ تر ټولو ښه ځای دی، خو ټول نباتات مستقیم لمر او تودوخه نه‌شي زغملای.

۲. ډېرې اوبه مه ورکوئ
د نبات د اوبو اړتیا د خاورې د حالت له مخې معلومېږي. خپله ګوته تر لومړني بند پورې په خاوره کې ننباسئ، که وچه وه، نبات ته اوبه ورکړئ.

بله لاره دا ده چې نبات ورو پورته کړئ؛ که خاوره لنده وي، وزن به یې دروند وي. همداراز، د رطوبت اندازه کوونکی آله هم استعمالولی شئ.

که نبات روغ نه ښکاري، دا ښايي د ډېرو یا کمو اوبو نښه وي.

۳. د باران اوبه وکاروئ
که ممکنه وي، د نباتاتو لپاره د باران اوبه وکاروئ. دا اوبه د لوښو یا بالټیو (سطلونو) په واسطه راټولولی شئ.

۴. نبات ته تازه هوا ورکړئ
نژدې کړکۍ خلاصې کړئ ترڅو نبات تازه هوا واخلي. بوټي د هوا کاربون ډای‌اوکسایډ جذبوي او د اکسیجن خوشې کولو له لارې بېرته ګټه درکوي.

۵. وچې شوي پاڼې پرې کړئ
هر ډول وچې یا زیانمنې پاڼې پرې کړئ چې د نوې پاڼې ودې ته ځای ورکړل شي.

۶. وګورئ چې نبات نوې کاسې یا ګلدان ته اړتیا لري که نه
که د نبات ریښې د خاورې له پاسه ښکاري یا د کاسې له سوریو راوتلې وي، نو ښايي دا وخت وي چې هغه لویې کاسې/ ګلدان ته انتقال کړئ.

۷. د ګلدان د اوبو ایستلو سوري چک کړئ
ډاډ ترلاسه کړئ چې د بوټي د ګلدان په لاندینۍ برخه کې د اوبو ایستلو سوري شته، چې اضافي رطوبت بهر ته ووځي.

۸. د ښکلا لپاره زینتي ګلدان وکاروئ
د نبات اصلي کګلدان ښايي ساده وي، نو کولی شئ هغه په یوه ښکلي زینتي ګلدان کې دننه کېږدئ. د بیلګې په توګه، طبیعي بام، رنګین سرامیک یا مدرن فلزي لوښي انتخابولی شئ.

۹. د نباتاتو دوړې پاکې کړئ
دا به حیرانوونکې ښکاري، خو نباتات وخت نا وخت پاکولو ته اړتیا لري! که د هغوی پاڼې له دوړو پوښل شوې وي، نو نه شي کولای سمه هوا او رڼا جذب کړي. د پاڼو پاکولو لپاره یو پوسټ ټوکر وکاروئ.

۱۰. د کورنیو حیواناتو خوندیتوب ته پام وکړئ
که په کور کې سپی یا پیشو لرئ، نو باید پوه شئ چې ځینې نباتات هغوی ته زهري دي، لکه “ګولډن پوتوس”. د انټرنېټ له لارې د نبات د زهرجن خاصیت په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

۱۱. د خپل نبات ځانګړي اړتیاوې وپیژنئ
دا عمومي لارښوونې د نباتاتو پالنه اسانه کوي، خو هر نبات ځانګړي اړتیاوې لري. مثلا، سوکولینټ نباتات لږو اوبو ته اړتیا لري. یو څه انټرنېټي څېړنه به درسره د نباتاتو د ښه ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.

۱۲. که اړتیا وه، نبات بل ځای ته انتقال کړئ
ستاسو د کور مختلفې سیمې مختلف رطوبت، حرارت، او رڼا لري. که مو ولیدل چې بوټی مو ښه نه دی، بل ځای ته یې انتقال کړئ او وګورئ چې آیا دا بدلون مرسته کوي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....