جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونه نن بیا د تورخم دروازې خلاصون...

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونه نن بیا د تورخم دروازې خلاصون په اړه ناسته کوي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۲مه】‏د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، نن چهارشنبه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي او سوداګر د تورخم دروازې د بېرته پرانیستو په اړه یو ځل بیا غونډه کوي.

په دې اړه د دواړه لورو د سوداګرۍ ګډې خونې لومړنۍ جرګه بې پایلې پای ته رسېدلې وه.

کابو ۲۰ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه تړل شوې چې د دواړو لورو سوداګرو ته یې تر دې دمه ملیونونه ډالر زیانونه اړولي دي.

سوداګر؛ د تورخم دروازې له امله دواړه لوري د ورځې ۳ملیون ډالر زیان ویني

پرون【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۱مه】د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند رسنیو ته ویلي وو چې ، د تورخم د دروازې د تړل کېدو له کبله هره ورځ د دواړو لورو سوداګرو ته ۳ملیونه ډالر زیان اوړي.

مومند زیاته مړې وه چې، له پاکستاني سوداګرو سره په ناسته کې دواړو لوري دې پایلې ته ورسېدل چې د لا ډېرو زیانونو اوښتو مخنیوي په موخه باید خپلو حکومتونو ته قناعت ورکړي.

پاکستان د دروازې د تړل کېدو لامل د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې غاړي ته د پوځي تاسیساتو جوړول یاد کړي.

دواړه لوري سوداګر هیله لري چې نننۍ ناسته به د دروازې د خلاصون سبب شي او دوی به له درنو مالي زیانونو وژغورل شي.

خو وبه لیدل شي چې نننۍ ناسته به پایله ولري که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...