Homeخبرونهایرلنډ، د مالي ستونزو له امله افغانستان سره لوبې نشي کولی

ایرلنډ، د مالي ستونزو له امله افغانستان سره لوبې نشي کولی

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۲مه】د ایرلنډ کرېکټ بورډ مسوولان وايي، له افغانستان سره د مالي ستونزو له امله پلان شوې لوبې نشي کولای.

کرېک انفو ویب پاڼې د دغه هېواد د کرېکټ بورډ د رییس، وارېن دیوتروم له قوله ویلي، دا پرېکړه د هغوی د لنډمهاله بودیجوي محدودیتونو د تنظیم له امله شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې ایرلنډ روان کال ډېر بوخت مهال ویش لري او ګڼې لوبې یې پلان کړي دي.

د سرچینې په وینا یاد هېواد له همدې امله افغانستان سره د لوبو نه کولو پرېکړه کړې چې یو سیاسي نه بلکې مالي لامل لري.

افغان کرکټ بورډ په دې تړاو لا رسمي څه نه دي ویلي.

افغانستان له ایرلنډ سره د کرېکټ په بېلابیلو فارمټونو کې لوبېدلی او په ټولو فارمټونو کې دواړه لوبډلو سختې سیالۍ کړې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...