جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایراني چارواکی، په چابهار بندر کې د هند وسایل بې‌کاره پراته دي

ایراني چارواکی، په چابهار بندر کې د هند وسایل بې‌کاره پراته دي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۲ مه) د ایران د ترانسپورټي شرکتونو د اتحادیې د مشرتابه پلاوي غړی وايي چې هندیانو په چابهار بندر کې هیڅ کار نه دی کړی، او دې بندر ته راوړي وسایل یې هم بې له دې چې ورڅخه کار واخیستل شي، خوشي پراته دي او کار نه کوي.

مسعود دانشمند د سې‌شنبې په ورځ، د کب ۲۱مه، له ایلنا خبري آژانس سره په مرکه کې، د دې احتمال په اړه چې هندیان به د ډونالډ ټرمپ د حکومت د فشارونو له امله له چابهار پروژې ووځي، وویل: «هندیان خو اصلاً نه دي راغلي چې لاړ شي، یعنې په چابهار بندر کې یې هیڅ اقدام نه دی کړی او هیڅ کار یې نه دی کړی.»

د چابهار بندر پراختیا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د تېرې دورې پر مهال د امریکا له بندیزونو مستثنا شوې وه، خو د هند د «ایندیا پورټس ګلوبل» شرکت په تېرو لسو کلونو کې په دې بندر کې یوازې ۸۵ میلیون ډالر پانګونه کړې، چې ډېره برخه یې د جرثقیلونو په نصبولو پورې اړه لري.

د ایران لپاره د چابهار ارزښت دا و چې د بهرنيو مالونو د ترانزیت له لارې عایدات لوړ کړي، خو دا هدف تر اوسه د چابهار بندر د نه بشپړیدو او د ریلګاډي لپاره د ریللارې د ناتکمیل پاتې کیدو له امله نه دی ترلاسه شوی. تېر کال ایران نژدې ۱۵ میلیون ټنه بهرنۍ سوداګریز مالونه ترانزیت کړل، خو له دې اندازې څخه یوازې ۱۵ زره ټنه (یوه زرمه برخه) د چابهار بندر له لارې انتقال شوي دي.

دا بندر افغانستان ته نژدې دی او ډېری افغان سوداګر هیله لري چې د پاکستان د بې باوره ترانزیتي لارو ځای به ورته ونیسي.

د امریکا حکومت د افغانستان له تېر جمهوري حکومت سره د مرستې په خاطر چابهار بندر له بندیزونو معاف کړی و خو اوس ټرمپ ویلي چې له بندیزونود چابهار بندر استثنا پای ته رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...