یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهطالبان د دوی له ګډون پرته د ملګرو ملتونو ناستې د افغانستان...

طالبان د دوی له ګډون پرته د ملګرو ملتونو ناستې د افغانستان په زیان بولي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۲مه】د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې د پاکستان استازي منیر اکرام خبرو ته په غبرګون کې ویلي، یو شمېر جهتونه د ملګرو ملتونو ناسته کې د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي.

فطرت د پاکستان استازي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې، دغو ناستو کې د افغانستان نه ګډون د هېواد لپاره زیان لري.

نوموړی زیاتوي، دا مهال افغانستان کې د دوی نظام حاکم دی او په خبره یې د افغانستان په اړه ناعادلانه قضاوتونو مخنیوي لپاره باید دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ په رسمیت وپېژندل شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې منیر اکرم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې فعالیت لري او له هغه ځایه پر پاکستاني پوځیانو او دولتي تاسیساتو بریدونه ترسره کوي.

دا هغه ادعا ده چې په ځلونو افغان لوري رد کړې ده.

4 COMMENTS

  1. یو خو پاکستان تر اوسه ستاسو ویاندوي کوي او تاسو هم اجازه ورکړې وه او بل دا چې ای اس ای سل فیصده ستاسو د رهبرۍ سره په تماس کې ده او ستاسو ټوله رهبري هغوی اداره کوي. نو بیا په میډیا کې دا چټیات ویل او ځان ته یو قانوني دولت ویل هسې ببولالې دي، دا خلکو ته سترګو کې خاورې اچول دي مګر افغان ۵۰ کاله دداسې لوبو تیر دی په دا شیانو یې سر خلاص دی چې تاسو درواغ وایی. کله د پاکستان سره په یوه او بله پوله په ساختګي جګړه کې ښکیل شئ پدې هم خلک پوهیږي چې چټیات دي.

  2. حمدالله خان فطرت بې ګناه کسان مه وژنی زه به تاسې سره دسرخلاصی مکتوب له لارې اړیکه ونیسم .
    ولا تلبسوا الحق بالبطل وتکتمو ا الحق وانتم تعلمون .ص
    سورةالبقرة ۴۲ آیه

  3. ولا تلبسوا الحق با لبطل وتکتموالحق وانتم تعلمون
    تیره تبصره نه وه خپره شوی ښکاری چی تاند هم چونګی وهی
    که نه وی. دلیل څه دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...