شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهد بهرنیو مرستو کمېدا، افغانستان کې ۱۸ روغتیایي مرکزونه وتړل

د بهرنیو مرستو کمېدا، افغانستان کې ۱۸ روغتیایي مرکزونه وتړل

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۲مه】د ماشومانو د ملاتړ او ژغورنې صندوق په یوه خبرپاڼه کې وايي، د بوديجې کمښت او د بهرنیو مرستو محدودېدل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د دغه بنسټ په ملاتړ ۱۸ روغتیایي مرکزونه وتړل شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې، دا مهال یوازې ۱۴ کلینیکونه کافي مالي سرچینې لري چې تر بلې میاشتې فعالیت ته دوام ورکړي.

سرچینه زیاتوي،که دوی نوی مالي ملاتړ ترلاسه نه کړي دا مرکزونه به هم وتړل شي.

دغه صندوق همداراز زیاتوي چې یاد ۳۲ کلینیکونه یوازې د جنورۍ په میاشت کې له ۱۳۴ زرو زیات ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دا چې دا روغتیایي مرکزونه په کومو ولایتونو کې تړل شوي په اړه یې څه نه دي خپاره شوي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بیا حاکمېدو وروسته بېکاري او بیوزلي زیاته شوې، چې له امله یې په زیات شمېر کورنۍ د لومړنیو خوراکي توکو اخیستلو ته حیران دي.

دې چارې د مېرمنو په ګډون د ماشومانو ژوند هم اغېزمن کړی چې، ډېری یې له خوارځواکۍ سره مخ او مرستو ته اړتیا لري.

1 COMMENT

  1. الله دی پر دی بیوزله ملت رحم وکړی او هغوی چی په سیاست او حقیقی اسلامیت نه پوهیږی، الله دی دوی ورک او په غضب اخته کړی. څو کاله بعد به زمونږه خویندی او میندو ته هم زنانه ډاکټری نوی. اوس هم د افغان ښځو ولادت د تورخم او سپین بولدک په دروازو کی کیږی دا بدمرغی د حمارت له وجې ده چی تر اوسه یی خلکو ته هیڅ څه کړی ندی هم مالیه اخلی او هم عشر. دا جنایتکاره د وسلو قاچاقبران، جاهله ملایان دی الله زر تر زره ورک کړی چی اسلام او پښتون یی په ټوله نړی بدنامه کړی. پدی قرن کی یی داسی حکومت راوړی چی نا قانون لری، نه یی څوک په رسمیت پیږنی، نه څوک ورسره راشه درشه لری. ولس او ټول خلک ور څخه بیزاره او په تیښته کی دی. امونږه یو وخت خوشحالی کوله چی د پښتنو مدافعین ښه ده راغلل اوس اصلاح شوی او یو ملی حکومت به جوړوی د احمد شاه بابا او د لوی افغانستان هیله مندی به مو ریښتیا شی، ولی برعکس ۹۹ فیصده دا خره ملایان، جاهله ملایان د آی اس آی جاسوسان راوختل د مجاهدینو او د ولس ارمان یی له خوارو سره خاورې کړی. ډیر زر به انشاءالله ورک شی خو دا ځلی به څوک په ملا پسی لمونځ هم ونکړی لعنت دی د دوی پر عقیده او مذهب شی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...