یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د سرطان ناروغۍ په درملنه کې د اسپرین د اغېز په اړه...

د سرطان ناروغۍ په درملنه کې د اسپرین د اغېز په اړه تازه څېړنه

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۲ مه) یوه نوې څېړنه ښيي چې د ورځې یو عدد اسپرین د سرطان د خپرېدو مخه نیولی شي.

دا څېړنه، چې د بریتانیا د کمبریج پوهنتون څېړونکو ترسره کړې، ښيي چې اسپرین د بدن دفاعي سیستم ته تحرک ورکوي او د متاستاز مخنیوی کوي، یعني د سرطان د حجرو له اصلي تومور څخه نورو برخو ته د خپرېدو پروسه بندوي.

د دې څېړنې له مخې، د سرطان له امله شاوخوا ۹۰ سلنه مړینې هغه وخت پېښېږي چې دا ناروغي د بدن نورو برخو ته خپره شي.

د امریکا د سرطان ټولنې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې په امریکا کې د سرطان تر دوو میلیونو زیاتې نوي پېښې ثبت شي او تر ۶۱۸ زرو زیات کسان د دې ناروغۍ له امله له ژونده بې برخې شي، چې دا شمېر شاوخوا ۱۷۰۰ کسان په ورځ کې جوړوي.

د کمبریج پوهنتون څېړنیز ټیم دا موندنې “هیجانوونکې او حیرانوونکې” بللې، خو ټینګار یې کړی چې اوس لا وختي دی چې د سرطان د ناروغانو لپاره د اسپرین نسخه ورکړل شي، او خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې باید د ډاکټر له مشورې پرته د اسپرین کارولو ته دوام ورنه کړي.

پروفسر راهول رویچودوري، چې د دې څېړنې مشري یې کوله، «نیوزویک” مجلې ته ویلي: «زه فکر کوم د سرطان د ناروغانو لپاره به مناسب پیغام دا وي چې د محتاطانه خوشبینۍ ترڅنګ د یوه مسلکي ډاکټر له مشورې سره ملګری وي.»

هغه زیاته کړه: «اسپرین یو ارزانه او اسانه (د لاسرسي وړ) درمل دی، خو بې ضرره نه دی. د اسپرین اوږدمهاله استعمال د هاضمې ستونزې لکه د معدې زخمونه او د هاضمې د سیستم د خونریزۍ خطر زیاتوي، او په ځانګړي ډول د زړو کسانو لپاره د مغزي خونریزي چانس لوړوي. له همدې امله، د اسپرین د کارولو ګټې او زیانونه باید د هر فرد لپاره جلا وارزول شي، د عمر، نورو ناروغیو، او د هغه درملو پر اساس چې ناروغ یې کاروي.»

د بدن د دفاعي سیستم یوه مهمه برخه د “T-حجرې” نومي سپین کرویات دي، چې کولای شي پر سرطان حجرو برید وکړي او له منځه یې یوسي.

خو څېړنه ښيي چې د وینې بله برخه، یعني پلاکتونه، چې عموماً د زخمونو د وینې بندولو لپاره کار کوي، د T-حجرو فعالیت کمزوری کوي او له دې سره د سرطاني حجرو د له منځه وړلو مخنیوی کوي.

د نوو موندنو له مخې، اسپرین د پلاکتونو فعالیت کمزوری کوي، د T-حجرو د ځپلو مخه نیسي، او هغوی ته اجازه ورکوي چې په آزاد ډول د سرطان حجرې وځپي.

په عین وخت کې، کلینیکي ازموینې دوام لري، ترڅو معلومه شي چې اسپرین د سرطان د خپرېدو د مخنیوي لپاره څنګه په خوندي او مؤثر ډول وکارول شي.

تر دې وړاندې ترسره شویو څېړنو ښودلې وه، هغه کسان چې هره ورځ لږ څه اسپرین کاروي، د ځینو ځانګړو سرطاني ناروغیو لکه د سینې، کولمو او پروسټېټ سرطان د خپرېدو چانس یې کم وي. خو تر اوسه دا نه وه معلومه چې اسپرین دا کار څنګه ترسره کوي.

دا څېړنه، چې پایلې یې په “نیچر” علمي مجله کې خپرې شوې، پر موږکانو ترسره شوې او څېړونکو ۸۱۰ جینونه وارزول، چې پکې یې ۱۵ داسې جینونه وموندل چې د سرطان د متاستاز په پروسه کې مهم رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...