Homeمقالېتر څو چي عقلانیت وي |  عبدالسمیع واحدي

تر څو چي عقلانیت وي |  عبدالسمیع واحدي

په عمومي توګه سوله  د جوړجاړي، پخلاینې، د شخړو د پای ته رسول، د تاوتریخوالي نشتوالۍ او په نفس یا روان کي د داخلي او بهرنۍ سکون معنی لري. سوله معنا د جګړي بندیدل، د نورو انسانانو بشری خوندیتوب، فزیکي او رواني امنیت ته درناوي کول، صحی خدماتو ته لاسرسۍ، پرته له تبعیضه نر او ښځي ته د تحصیل زمینه سازي، د سیاست او د بیان آزادي یا هم د نظر د اظهار حق او د نورو انسانانو ټولو مدني  آزادیو  ته درناوی کول سوله ده. د اسلام په دین کي سوله په خیر تعبیر شوي. سوله یو پراخ مفهموم دی.

سوله د فلسفي علومو په اساس

په فلسفي علومو کې سوله د جګړې له نشتوالي پورته یو مفهوم ده چې د عقلانیت، اخلاقو او خبرو اترو له لارې ترلاسه کیږي.  کانت چي د فلسفي علومو ماهر دی د نوموړي له نظره، سوله یوه مفکوره ده چې د جګړې د مخنیوي لپاره د عقلانیت او فلسفي قانون جوړونې له لارې پلي کیږي، فلسفه سوله نه یوازې د سیاسي وضعیت په توګه ، بلکې د یوې اخلاقي فضیلت په توګه ګڼي چې دوامداره عقلي هڅې ته اړتیا لري.

سوله په فلسفي معنی کې دری حالته لري:

داخلي (روانی ) سکون: د رنځ، اضطراب، کرکې او داخلي تشویش نشتوالي او ذهني آرامتیا.

ټولنیزه آرامتیا: د اشخاصو یا ډلو ترمنځ د تضادونو او شخړو نشتوالی او د رواني او ټولنیز امنیت رامینځته کول، کوم چې د خبرو اترو، منځګړیتوب او عدالت له لارې ترلاسه کیږي.

د جګړي ضد: سوله د جګړې، بي ثباتی او هر ډول تاوتریخوالي مخالفه ده.

سوله د ټولنپوهني د علم له مخی

ټولنپوهنه کي سوله، د ټولنیز عدالت، متقابل تفاهم او مثبتو کړنو پر بنسټ ولاړ متحرک وضعیت ده چې موخه یې د انسان د ژوند د کیفیت ښه کول دي، ټولنیزه سوله یوه ټولنیزه پدیده ده چې دوام یې په ټولنیز ګډون او دوامداره مثبتو کړنو پورې اړه لري.پدې مفهوم کې د نظم ساتل، د ډلو ترمنځ سوله ایز ګډ ژوند او د زور کارولو پرته د شخړو حل کول شامل دي.  د ټولنیزو جوړښتونو او کړنو تحلیل کولو سره، ټولنپوهنه هڅه کوي پوه شي چې څنګه منفي کړنې د سولې د رامینځته کولو لپاره په رغنده تعاملاتو بدلیږي.

ټولنیزه سوله ، متحرکه سوله او ټولنه کي د سولی اړوند فعالیتونه د ټولنیزي سولي مهم او اصلي ابعاد دي، ټولنیزه سوله یعني دا چي د ټولنې د مختلفو برخو یا هیوادونو ترمنځ ارام او ګډ ژوند زمینه مساعد شي، کوم حالت چې د شخړو د سوله ایز حل له لارې ترلاسه کیږي. متحرکه سوله معنی اوږد مهاله سوله د منفي سولې په مقابل کې په دې معني چي  سوله یوازې د شخړې نشتوالی نه دی، بلکې د عدالت او سالم جوړښتونو شتون هم دی. د دوامدراه  سولې اړوند فعالیتونه هغه حالت دی چي د ټولنیز سیسټمونو غوره فعالیت ولري او د ملي حاکمیت او د حقونو د مساوات پکي رعایت شي.

په ټولنیزو علومو کې د سولې په اهمیت ټینګار شوي او سوله د دوامداره پرمختګ او چاپیریالي ثبات بنسټ ګڼل شوي،د ټولنیزو شخړو د مدیریت او مخنیوي او د تاوتریخوالي کمول، ټولنه کي علمي پرمختګ، د متقابل تفاهم ترلاسه کولو او تاوتریخوالي کمولو لپاره په علمي اصولو اتکا سوله ګڼل کیږي.

سوله په حقوقي معاملاتو کي

حقوقي تعاملاتو کي سوله په هغه موضوع باندې رضایت او موافقي ته وايي چې په نورو مخکنیو توافقنامو کې نه وي، دا ډول قرارداد  یا موافقه د موجوده شخړې د حل کولو او د راتلونکي شخړې د مخنیوي لپاره لاسلیک او منل کیږي.

په حقوقي معاملاتو کي سوله لاندي حالتونه لري

د سولي تړونونه: د ښکیلو اړخونو ترمنځ د اوسني شخړې حل کول او د راتلونکي شخړو د پیښیدو مخنیوي (د مثال په توګه، د شخړې پای ته رسولو لپاره یو تړون لاسلیک کول.

د حقوقي اسنادو په برخه کي سوله: د بل تړون پرځای کارول کیږي لکه پلور یا اجاره ترڅو د دې تړون پیچلي شرایطو څخه مخنیوی وشي، د بیلګې په توګه، د ځمکې ملکیت د پلور پر ځای د اجاري یا کرايي سند صادرول.

د سولي توافقاتو کي شامل اړخونه دري وي، ګټې ورکوونکی، پخلا کوونکی (ترلاسه کوونکی)، او  دریم هغه ملکیت چې تبادله کیږي. د سولي توافقنامي د تطبیق په مرحله کي جانبین باید د ځانه د لوړ د انعطاف ظرفیت وښایی تر څو د قرار دادونو تطبیق اسانه او دوامداره پاتي شي.

سوله په متمدنه ټولنه کي

په متمدنه ټولنه کي سوله د ازادي او قضايي عدالت ته د لاس رسۍ په معنی دی.هغو ټولنو کي  چې ملي دولت پکي  د ولس د ارادي په اساس رامنځته وي،  ولسواکي، آزاده سوداګري پکي تامین وي او نړیوال سازمانو بي پري او ناپیلي فعالیتونه  لري، قضايي اداري او محاکم پکي د جرمي قضیو په اړه واک ولري او قضايي پریکړي په چټکي او عادلانه شکل تر سره کیږي چي دا ډول ټولني بالاخره نړیواله سوله تضمینوي.

سوله د سیاسي علومو له مخي

د سیاسي علومو له مخی او په لنډ  تعریف کي سوله د خبرو اترو، قانون او عدالت له لارې د شخړو د مدیریت لپاره دوامداره هڅه ده. په سیاسي علومو کې سوله د هیوادونو او ډلو ترمنځ د جګړې یا ګواښ د نه شتون معنی لري، په سیاسي فلسفه کې، سوله د ټولنیزې هوساینې او د حکومتونو د سم فعالیت لپاره د بنسټیزو بنسټونو په توګه پیژندل کیږي چې د سوله ایز ګډ ژوند، ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي او ملي حاکمیت پر بنسټ ولاړ دولتي بنسټونو رامنځته کول به بر کي نیسي، دلته دا مفهوم د جګړې له نشتوالي څخه هاخوا ځي او د عدالت رامینځته کول، د شخړو حل کول، او د نړیوالې همکارۍ د فضا رامینځته کول پکي شاملیږي.

په سیاسي علومو کې د سولې اصلي برخې یا حالتونه:

منفي سوله: د مستقیم نظامي او فزیکي شخړي نه موجودیت  او همدارنګه د نړیوال یا کورني تاوتریخوالي نشتوالی دی.

مثبت سوله: د هغو شرایطو رامینځته کول چې پکې ټولنیز عدالت، بشري حقونه، بشري خوندیتوب(امنیت)، او عامه هوساینه تضمین شي او د تاوتریخوالي زمینه له منځه یوړل شي.

زغم: د سیاسي، مذهبي، دیني او کلتوري  سیسټمونو کې د توپیرونو سره سره د هیوادونو او دولتونو ترمنځ دوستانه او رغنده اړیکې سوله ده.

ډیپلوماټیکې طریقې: د جګړې پر ځای د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو، منځګړیتوب او نړیوال قانون کارول. د دولتونو په کچه د سولي فضا رامنځته کول نړیوال امن ته لار پرانیزي او بشر جهاني سولي ته نږدي کیږي.

د سولي ګټي او مثبت اړخونه ډیر زیات دي، سوله د اقتصادي فعالیتونو لپاره اړین ثبات چمتو کوي او کورني او بهرني پانګونه راجلبوي، د سولي وخت کي مختلفو اقتصادي تعاملاتو ته لاره هواریږي هغه  مالي او بشري سرچینې  چي په جګړه کي ضایع کیږي  د سولې په وخت کي د ضایع کیدو پرځای د تولیدي سکتورونو (تعلیم، زیربنا، روغتیا) باندي پانګونه کیږي. په سوله کي د سوداګریزه راکړه ورکړه  پراختیا او وده کوي، بهرنۍ اړیکې پیاوړې کیږي، او د بازارونو موثریت زیاتیږي.

. ټوله کي تر څو چي عقلانیت وي سوله هم شته،  همدا د عقل کارول او د انسان فکري ظرفیت دی چي بشري ټولنو کي سوله تضمینوي، خو کله چي د انسان عقل کار پریږدي او منطق تمام شي سوله ختمیږي او بشري خوندیتوب د منځه ځي.

2 COMMENTS

  1. عقل هغه زیور او صلاحیت دی چي رب العالمین اشرف مخلوقات ور باندی مزین کړی تر څو انسانیت تمثیل ،انسانی خُلق ژوندی او انسانی ټولنه ښه خوندو رنګ وساتی او انسان خپل همنوع سره نافع چلند ولری او حتی حیوان ،نبات او ټولو موجوداتو ته مفید او په خیر کی مسابقه وکړی .
    عقل او علم سبب د ځان ،جهان او خالق پیژندنی ګرځی هغه چي سعدی رح وایی:
    هر ګیاهی که از زمین روید
    وحده لا شریک له ګوید
    دا د عقل او علم زیږنده ده .
    نو عقل او علم موږ ایمان ،او د انسانیت عالی مدارجو ته لار ښوونه کوی ورورولی او صلحی ته عمومیت ورکوی او څومره چي عقل او علم ناقص وی بد چلند ،انحصار او خود پسندی زیاتیږی په نتیجه کی حکام او حکومتونه تجرید ،بی اعتمادی او شخړې ،ټولنو ته عذاب ورکوی.
    هغه حکام به کامیاب او ریښونی خادمان وی چي د تعقل او علم سره هغه علم د اداری ،خدمت او حتی آداب د وظیفی د اشغال نه مخکی حاصل او په تدریج سره یی عملی کړی کوم چي نن ټوله نړۍ کی مروج دی ،نه دا چي بی خبره طالب هرکاره او صرف انډیوالۍ ته وفادار وی ؛نو دا ډول مامور یا امیر هیڅکله مصدر د خدمت ملت ته نشی کیدی او تل به د خدمت وخت او معاش ضایع وی ځکه امانت اهل ته یی ندی سپارل شوی او دا ملی جرم کی هغه امیر شامل دی کوم چي امانات یی اهل ته ندی سپارلی او ټاکنه یی بلا تعقل او جاهلانه ده .

  2. عقلانیت رویه‌ای به ما می‌گوید «چه کسی» و «چگونه» «کجا» باید تصمیم بگیرد: روحانیت مبتنی بر دستورات الهی، روشنفکران مبتنی بر آرمان‌های مترقی یا متخصصان مبتنی بر منطق بیشینه‌سازی نتایج. همچنین عقلانیت رویه‌ای است که تعیین می‌کند منطق حاکم بر محاسبه دستاوردهای بهینه و مطلوبیت‌ها چه باشد. مثلا در سیاست‌گذاری اقتصادی آیا تخصیص بهینه پارتویی یعنی افزایش مطلوبیت‌ بخشی از ذی‌نفعان بدون اینکه بخش دیگر از ذی‌نفعان متضرر شوند، بهتر است یا الگوی تخصیص فایده‌گرایانه بنتامی که صرفا متوجه تجمیع مطلوبیت‌هاست و نه چگونگی توزیع آن یا مدل برتولی-نش که دغدغه‌مند نابرابری در توزیع مطلوبیت‌هاست یا حتی الگوی رالزی که بهینه‌سازی را صرفا در افزایش رفاه آنانی جستجو می‌کند که دارای کمترین مطلوبیت‌ها هستند. به عبارت ساده عقلانیت رویه‌ای که در فرایندها و معیارهای تصمیم‌گیری تجلی می‌یابد، دغدغه‌مند این است که چگونه می‌توان منابع را در راستای خیر عمومی به نحوی تخصیص داد که به بیشینه‌ترین و در‌عین‌حال پذیرفتنی‌ترین و مشروع‌ترین دستاورد بینجامد. سیستمی که مشروعیتش در گرو تعهدش به خیر عمومی و بیشینه‌سازی دستاوردها در راستای آن نباشد، نه در فرایند تصمیم‌گیری به عقلانیت رویه‌ای متکی است و نه در خروجی تصمیماتش به عقلانیت ماهوی متعهد است.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...