پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Homeخبرونهله ایران او پاکستانه په یوه ورځ ۶۶۸ کورنۍ راستانه کړای شوي

له ایران او پاکستانه په یوه ورځ ۶۶۸ کورنۍ راستانه کړای شوي

تاند (دوشنبه د مرغومي – جدي ۸مه) د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون ویلي چې، پرون یک شنبه ۶۶۸ کډوالې کورنۍ، چې ۲ زره او ۵۵۳ کسان کېږي، افغانستان ته راستانه شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي.

د یاد کمېسیون د مالوماتو له مخې دغه کسان د تورخم، سپین‌بولدک، بهرام‌چې، پل‌ابرېشم او اسلام‌کلا له لارو هېواد ته دننه شوي دي.

د طآلبانو یادکمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۶۹۴ نورې کډوالې کورنۍ خپلو اصلي استوګن ځایونو ته لېږدولې دي.

پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ داسې مهال ګړندۍ کړې چې، دا مهال په افغانستان کې د ژمي یخ موسم د راستنو شوو کورنیو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یون‌اېچ‌سي‌ار) ویلي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه ۲ اعشاریه ۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه اداره لیکلي، یاد کسان داسې مهال افغانستان ته راستانه شوي چې دغه هېواد له سختې لوږې، سیاسي بې‌ثباتۍ او د بشري مرستو له پراخ کمښت سره مخ دی.

یون‌اېچ‌سي‌ار پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پولو ته څېرمه او یا هم هغو سیمو کې چې کډوال ورته ستنیږي، بېړنی ملاتړ برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...