تاند (دوشنبه د مرغومي – جدي ۸مه) د اوبو او انرژۍ وزارت له نن دوشنبې څخه د روانې مرغومي میاشتې تر ۱۰مې نېټې د هیواد په هریرود- مرغاب، هلمند، شمال، امو او کابل سیندییزو حوزو کي د باراني او سېلابي څپې اټکل کړی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې په دې سره به د اوبو سطحه هم لوړه شي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې کندهار، هلمند، اروزګان، هرات، نیمروز، فراه، غور، بادغیس، کندز، فاریاب، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، پنجشېر، سرپل، بلخ، سمنګان، جوزجان، تخار او کوکچه سیند هغه سیمي یادې کړي چې، په کې د سېلونو راوتلو او اوبو د لوړوالي اټکل شوی دی.
په خبرپاڼه کي پر هیوادوالو غږ شوی چې، په یاده موده او ذکر شویو ولایتونو کې له سېلابي سیمو څخه لرې واوسي، څو د سېلابونو له خطره وژغورل شي.
دا اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، د هېواد په لویو ولایتونو کې اوسېدونکي یې له ککړې هوا شکایت لري او په یوشمېر ولایتونو کې بیا کروندګر له وچکالۍ شکایت لري.