Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا ګورنر: د پوځ له ملاتړه پرته دا صوبه ۲ ورځې...

د خیبرپښتونخوا ګورنر: د پوځ له ملاتړه پرته دا صوبه ۲ ورځې نه شي ټنګېدای

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۸ مه) د خیبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي ويلي دي چې په صوبه کې د پي ټي آی (تحریک انصاف) حکومت موجود دی او د پوځ له مرستې پرته به صوبه حتٰی دوه ورځې هم دوام ونه کړي۔

ښاغلي کونډي دا څرګندونې په داسی وخت کې وکړې چې د خیبرپښتونخوا ډېرې سیمې د ټي ټي پي او د دولت د نورو مخالفو وسله والو په کنټرول کې دی.

 هغه په پریس کلب کې خبریالانو ته وويل چې د امن لپاره استخباراتي بنسټيز عمليات ډېر ضروري دي او صوبايي حکومت بايد د دغو عملياتو ملاتړ وکړي، ځکه چې د امن د نه شتون په صورت کې کاروبار او اقتصاد سخت اغېزمنېږي۔

فيصل کريم کونډي ټينګار وکړ چې د سياسي ستونزو حل يوازې د مذاکراتو او جمهوري عمل له لارې ممکن دی۔

هغه زیاته کړه چې د خبرو مېز ته د اتحادي (د شریف په مشرۍ مسلم لیګ او پیپلز ګوند) او اپوزيشن ګوندونو د راوستلو هڅې روانې دي، تر څو په هېواد کې د ګډوډۍ پر ځای ثبات ټينګ شي۔

د ګورنر په وينا، ناقانونه افغان وګړو ته لارښوونه شوې چې بېرته لاړ شي او په راتلونکې کې دې يوازې د ويزې له لارې هېواد ته داخل شي۔

دا په داسی حال کې ده چې پر خیبرپښتونخوا واکمن ګوند د ګورنر له دې نظر سره موافق نه دی. ګورنر د مرکزي حکومت استازی دی.

 هغه وويل چې وفاق په هره قضيه کې د صوبې ترڅنګ ولاړ دی او ستونزې د ښکنځلو او بدو خبرو له لارې نه شي حل کېدای۔

هغه د پي ټي آی پر مشرتابه نيوکه وکړه او ويې ويل چې له يوې خوا د مذاکراتو خبرې کېږي او له بلې خوا انکار ترې کېږي، حال دا چې ځينې کسان د سوشل ميډيا له لارې د انتشار خپرولو هڅه کوي۔

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...