Homeخبرونهد پاکستان پوځ، ملېشو او پولیسو په کرک کې عملیات کړي

د پاکستان پوځ، ملېشو او پولیسو په کرک کې عملیات کړي

تاند (دوشنبه، د مرغوميږ جدې ۸ مه) د پاکستان د پوځ، ملېشو او پوليسو په کرک کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد پرون (یکشنبې پراخ عملیات وکړل.

پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي ځواکونو د ادعا پر اساس وویل چې په دې ګډو عملياتو کې ۸ وسله وال مخالفان، چې دوی ترهګر بللي دي، وژل شوي دي.

همداراز ادعا شوې چې د عملیاتو په لړ کې د وسله والو مخالفانو ګڼ پټنځايونه ويجاړ شول او يو امنيتي سرتېری ټپي شو۔

د کواټ آر پي او عباس مجيد مروت تصديق وکړ چې دا عملیات د بهادرخېل په سيمه کې شوی، چې پکې مهمه بريا ترلاسه شوې ده۔

هغه وويل چې د ترهګرو له منځه وړل د سيمې د امن د ټينګښت هڅې لا پياوړې کړې دي۔

د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو مسلکي تګلاره خپله کړه او په سيمه کې موجود خطرناک عناصر يې په برياليتوب سره له منځه يووړل۔

پاکستاني رسنیو د امنیتي چارواکو په قول دې ته اشاره نه ده کړې چې دا بریدونه د کومې ډلې خلاف شوي دي.

راپورونه وايي چې د خیبرپښتونخوا ګڼې سیمې اوس عملاًٍ د ټي ټي پي تر کنټرول لاندې دي او د دې سیمې وضعیت تر ډېره د افغانستان د جمهوري حکومت د مهال له وروستیو کلونو سره وته والی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...