دوشنبه, دسمبر 29, 2025
Homeخبرونهنوې ټکنالوژي؛ د تلویزیون پر شیشه د خوړو خوند څکلی شئ

نوې ټکنالوژي؛ د تلویزیون پر شیشه د خوړو خوند څکلی شئ

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۸ مه) په جاپان کې یوه حېرانوونکې ټکنالوژي معرفي شوې ده چې له مخې یې نندارچیان کولای شي د ټلویزیون پر سکرین ښودل کېدونکو خوړو خوند په مستقیم ډول احساس کړي. دا تجرباتي وسیله د «ټېسټ د ټي‌وي» (Taste the TV – TTTV) په نوم یادیږي، چې د میجي پوهنتون استاد هومي میاشیتا د خپلې څېړنیزې ډلې په همکارۍ جوړه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا ټلویزیون په ظاهره د یوه عادي فلېټ سکرین په څېر ښکاري، خو په کې یو ځانګړی سیستم نصب شوی چې لس بنسټیز خوندونه لکه خوږ، تریو، مالګین او نور، په ځانګړو تناسبونو کې سکرین ته انتقالوي. نندارچیان کولای شي خپله ژبه پر سکرین تیره کړي او هغه خوند په مستقیم ډول احساس کړي چې هلته ښودل کېږي.

د پروفیسور هومي میاشیتا (Professor Homei Miyashita) په وینا، د دې ټکنالوژۍ موخه یوازې تفریح نه ده، بلکې د انسان د حسي تجربو ته نوې بڼه ورکول دي. هغه وویل چې د کرونا وبا پر مهال، کله چې خلک په خپلو کورونو کې محدود وو، دا نظر ورته پیدا شو چې د ټکنالوژۍ له لارې د نړۍ له بېلابېلو خوندونو سره اړیکه ټینګه شي.

دا سیستم به په راتلونکې کې کاروونکو ته دا امکان برابر کړي چې د نړۍ بېلابېل خواړه له کوره دننه تجربه کړي. د دې وسیلې لومړنی ماډل تېر کال جوړ شوی و، او تمه ده چې د سوداګریز ډول بیه یې شاوخوا ۱۰۰ زره جاپاني ین (نږدې ۶۳۹ امریکایي ډالر) وي. دا مهال دا وسیله لا د عامو خلکو لپاره نه ده وړاندې شوې او لا هم د ازموینې او پرمختګ پړاوونه تېروي.

کارپوهان وایي چې د دې ټکنالوژۍ د کارولو امکانات یوازې تر ټلویزیون پورې محدود نه دي. په راتلونکې کې به دا د انلاین پخلي د زده‌کړې، د رستورانتونو د مجازي بازارموندنې، او د خوند پر بنسټ د لرې واټن زده‌کړې لپاره هم وکارول شي، چې د انساني تجربو په ډګر کې به یو نوی بدلون رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد نامتو سینمايي لوبغاړې«بریژیت باردو بنست»...