پنجشنبه, فبروري 12, 2026
Home+د بدن د معافیتي سیستم پیاوړتیا د ویښتانو د بیرته را ختو...

د بدن د معافیتي سیستم پیاوړتیا د ویښتانو د بیرته را ختو سبب کېږي

لیکنه: ډاکټر ش میره‌کی:

ساینسپوهانو په ډاګه کړې ده، چې یوه داسې نوې لار یې موندلې، چې د هغو کسانو، چې د ویښتانو د رژیدلو ستونزه او ناروغي لري، مخه نیسي.

د PLOS Biology ژورنال په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د (Spanish National Cancer Research Centre, CNIO) څیړونکو یو نوی میتود پیدا کړی دی، چې د ویښتانو د بیا راشنه کېدو سبب کېږي.

له ډیرو څیړنو وروسته، کارپوهان دې نتیجې ته رسېدلي، چې د انسان دفاعي سیستم او د ویښتانو د بیا راختلو تر منځ اړیکې شته. دوی ته دا ښکاره شوه، چې د ویښتانو په راشنه کېدو کې ماکروفاژ (معافیتي حجرې) تر ټولو مهم رول لوبوي. دا حجرې په عادي ډول په بدن کې په منظمو نسجونو (connective tissue) کې وي، چې اصلي دنده یې په بدن کې د بهرنیو مکروبونو مخنیوی او له منځه وړل دي.

دوی له ډیرو څیړنو وروسته داسې یوې نتیجې ته ورسېدل، چې ماکروفاژ د پوستکي او ویښتانو هغه مورنۍحجرې (Stem cell) فعالوي، چې په پایله کې یې د نویو ویښتانو او پوستکي د بیا جوړیدو سبب ګرځي.

د یادونې وړه ده، چې دغه نوی میتود به د هغو ناروغانو لپاره، چې د پوستکي سرطان لري د بیا روغیدو، د پوستکي د نه زړیدو او د ویښتانو د بیا راشنه کېدو لپاره ډیر ګټور وي. څیړنکو په ډاګه کړې ده، چې ډیر ژر به بازار ته دغه درملونه وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...