Homeخبرونه‏جلالي: امریکا سره د اړیکو رغېدا او پراختیا کې هېڅ جدي خنډ...

‏جلالي: امریکا سره د اړیکو رغېدا او پراختیا کې هېڅ جدي خنډ نشته

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۸مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي ویلي چې امریکا سره یې اړیکې داسې پړاو ته رسېدلي چې د رغېدا او پراختیا برخه کې هېڅ جدي خنډ نه لیدل کېږي.

نوموړي ویلي طالبانو ته د افغانستان سپارلو لپاره د دوحې تړون ښيي چې، په دواړو غاړو کې د پام وړ کچې “عمل” شته او غواړي په واقعي تګلارو اړیکې پراخې کړي.

دغه طالب چارواکي دا څرګندونې کابل ته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د تېرې ورځې د سفر غبرګون کې کړې دی.

جلالي وايي دا ریښتیا ده چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان او امریکا اړیکو استثنا لرله، خو له دې ور اخوا ورسره طالبان اړیکو کې کومه پېچلتیا نه لري.

تېره ورځ زلمي خلیلزاد سره د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هم وویل چې امریکا سره تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...